تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبالر بنیامین مینډي د جنسي تېریو له ټولو تورونو سپین ختلی
د انګلنډ مانچیسټر سیټي فوټبال لوبغاړی بنیامین مینډي پر یوه ښځه د جنسي تېري او پر بله د تېري د هڅې له تورونو پاک خېژول شوی دی.
پر ۲۸ کلن مینډي تور و چې ګنې پر یوه ۲۹ کلنه ښځه یې دوه کاله مخکې پخپل کور کې د جنسي تېري هڅه کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال راغلې دي چې د فرانسې دغه لوبغاړی په تېره جنورۍ میاشت کې پر شپږو ښځو د جنسي تېري له تورونو سره محکمه کې مخامخ شوی و.
کله چې هغه ته له تورونو د پاکوالي حکم واورول شو، نوموړی په ژړا شو. د نوموړي محاکمه په شسټر کراون کې درې اونۍ روانه وه.
د نوموړي په محاکمه کې شپږ سړي او شپږ ښځې وې چې پرېکړې ته په رسېدو کې یې درې نیم ساعته دوام وکړ.
قاضي سټیفن ایوریټ وویل: "د تورونو له قفص نه مینډي خلاصېدلی شي".
له مانچیسټر سیټي سره د مینډي د فوټبال تړون دا میاشت ختمېږي. نوموړی له شپږو نورو ورته تورونو هم سپین خېژول شوی.
یوه وکیل بنجامین اینا ک. سي وویل، مینډي "پخپل کور کې له محفلونو خوند اخیست او په دوو محفلونو کې یې له ښځو د ناوړه ګټه اخیستو هڅه کړې ده، شتمنۍ او شهرت له ده نه داسې سړی جوړ کړی و چې چا نه ورته نه شو ویلی".
"۱۰۰۰۰ ښځې"
پر فوټبالر بل تور دا دی چې پر بلې ښځې یې کټ کې د جنسي تیري هڅه کړې، خو هغې ورسره د مبارزې هڅه کړې او په کراتو یې ترې غوښتي چې ور وړاندې نه شي.
دویمې ښځې تور لګولی چې تورن له هغې ګرځنده تیلیفون واخیست، چې "نژدې" عکسونه پکې وګوري، خو کله چې هغې د خپل ګرځنده تیلیفون بېرته غوښتنه وکړه، هغه یې خپلې د خوب تړل شوې خونې ته بوتله.
د ښاغلي ایینا په وینا، مینډي هغې ته ویلي و "زه یوازې غواړم تاسو ته وګورم". ټیلیفون یې پر بستر ورته غورځولی و، کله چې دغې مېرمن غوښتل خپل تیلیفون بېرته واخلي، فوټبالر تورن دی چې هغه یې له شا څخه نیولې وه او د جنسي تیري هڅه یې کړې، په داسې حال کې چې هغې په پرله پسې توګه ویلي، نه غواړي چې جنسي اړیکه ورسره ولري.
ښاغلي ایینا قضایه پلاوي ته وویل: "په دې وخت کې ښاغلی مینډي یو ګام شاته شوی او ویې ویل چې تاسو ډیر شرمندوکې یاست."
"ښاغلي مینډي ورته ویلي وویل، دا ښه ده! ما له لس زرو ښځو سره جنسي اړیکي درلودې."
فوټبالر پولیسو ته ویلي، په دواړو پېښو کې هر ډول جنسي اړیکه په خوښه شوې. دی هر ډول ناسمه کړنه او غلط کار ردوي.