فوټبالر بنیامین مینډي ویلي "له لس زرو ښځو سره ویده شوی"

د خپرېدو وخت

د انګلنډ مانچیسټر سیټي فوټبال لوبغاړی بنیامین مینډي پر یوې ځوانې ښځې جنسي تیری کړی او بیا یې هغې ته ویلي، "ښه ده، ما له لسو زرو ښځو سره جنسي اړیکه درلودې."

پر ۲۸ کلن بنیامین په محکمې کې تور لګول شوی چې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې په چشېر کې پر یوې ښځې چې هغه مهال ۲۴ کلنه وه، په خپل څلور میلیون پونډي کور کې جنسي تېری کړی و.

هغه پر یوې بلې مېرمنې هم چې هغه مهال ۲۹ کلنه وه، د جنسي تېري په هڅې تورن دی. هغې ویلي دوه کاله وړاندې یې په خپل کور کې جنسي تېری پرې کړی و.

خو دغه فوټبال لوبغاړی چې د بریتانیا په چیسټر کراؤن محکمې کې تر محاکمې لاندې دی، دواړه تورونه ردوي.

پر هغه ځینې نور د جنسي تېري د هڅو تورونه هم شوي، خو ویل شوي چې په هغو جرمونو تورن نه دی پېژندل شوی.

قاضي غوښتي چې د تیرې محاکمې توضیحات ونه کتل شي او یا په رسنیو کې پوښښ ونه څاري او اوسمهال یوازې په محکمه کې پر اوسنیو شواهدو پرېکړه وکړي.

بنیامین ایینا کې سي، چې محاکمه یې پیل کړي، ویلي: "بینامین مینډي یو فوټبالر دی چې د مانچسټر سیټي فوټبال کلپ سره یې تړون درلود."

"هغه به په خپل کور ، چشیر کې میلې کولې."

"هغه خپلو مېلمستیاوو ته نارینه او ښځینه دواړه میلمانه بلل."

"دا د څارنوالۍ اړوند قضیه ده چې ښاغلي مینډي دوه ځله په کور کې له خپلو ښځینه مېلمنو څخه نا سمه ګټه اخیستې."

" یو ځل هغه هڅه وکړه چې پر یوې ښځینه مېلمنې (الف) په زوره جنسي تیری وکړ. بل ځل هغه د خپلې خوب په خونه کې پر یوې ښځینه مېلمنې (ب) جنسي تیری وکړ."

د ایینا په وینا مینډي لومړ ځل د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د بارسلونا د شپې په یوه کلپ کې له یوې بریتانوي زده کوونکې سره ولیدل او د هغه له یو ملګري سره نژدې شوه.

دوی په اړیکه کې پاتې شول او یو کال وروسته هغې د فوټبالر په کور کې د تورن ملګري لیدو ته لاره هواره کړه.

سهار مهال، کله چې هغې په تشناب کې ځان مینځه، ښاغلی مینډي پرته له بلنې، په داسې حال کې چې یوازې د سوک وهنې نېکر یې اغوستی و، ورڅرګنده شو. محکمې ته ویل شوي مینډي هغه مهال"بې هوښه" نه و.

پر فوټبالر بل تور دا دی چې پر بلې ښځې یې کټ کې د جنسي تیري هڅه کړې، خو هغې ورسره د مبارزې هڅه کړې او په کراتو یې ترې غوښتي چې ور وړاندې نه شي.

دویمې ښځې تور لګولی چې تورن له هغې ګرځنده تیلیفون واخیست، چې "نژدې" عکسونه پکې وګوري، خو کله چې هغې د خپل ګرځنده تیلیفون بېرته غوښتنه وکړه، هغه یې خپلې د خوب تړل شوې خونې ته بوتله.

د ښاغلي ایینا په وینا، مینډي هغې ته ویلي و "زه یوازې غواړم تاسو ته وګورم". ټیلیفون یې پر بستر ورته غورځولی و، کله چې دغې مېرمن غوښتل خپل تیلیفون بېرته واخلي، فوټبالر تورن دی چې هغه یې له شا څخه نیولې وه او د جنسي تیري هڅه یې کړې، په داسې حال کې چې هغې په پرله پسې توګه ویلي، نه غواړي چې جنسي اړیکه ورسره ولري.

ښاغلي ایینا قضایه پلاوي ته وویل: "په دې وخت کې ښاغلی مینډي یو ګام شاته شوی او ویې ویل چې تاسو ډیر شرمندوکې یاست."

"ښاغلي مینډي ورته ویلي وویل، دا ښه ده! ما له لس زرو ښځو سره جنسي اړیکي درلودې."

فوټبالر پولیسو ته ویلي، په دواړو پېښو کې هر ډول جنسي اړیکه په خوښه شوې. دی هر ډول ناسمه کړنه او غلط کار ردوي.

د هغه محاکمه لا هم روانه ده.