تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې هغه ښځه ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندېدو راګرځولې چې د جګړې خلاف تګلاره یې وه
روسیه کې د تلویزیون پخوانۍ خبریالې چې په راتلونکو پسرلنیو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د نوماندېدو اعلان کړی و له نوماندېدو منع کړل شوه.
خپلواکې سیاستوالې یکاترینا دنتسووا چې د جګړې خلاف وه، غوښتل یې اوکرایین سره د جګړې د پای ته ورسولو لپاره په یوه پلټفارم کې ګډون وکړي.
روسیې د ټاکنو کمیسیون د هغې د نوماندېدو په فورمه کې د "سلو تېروتنو" په ګوته کولو سره د هغې د نوماندېدو د رد لپاره رایه ورکړه.
آغلې دنتسووا ویلي، د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې په اړه به سترې محکم کې د استیناف غوښتنه وکړي.
د روسیې راتلونکی ولسمشریزې ټاکنې چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې ترسره کېږي، لومړی ځل ټاکنې دي چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل د پیلېدو وروسته ترسره کېږي.
د روسیې د ټاکنو کمیسیون مشرې ایلا پامفیلووا ویلي، مېرمن دنتسووا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د خپلو زرګونه پلویانو د لاسلیکونو د راټولو لپاره بل پړاو ته لاړه شي.
هغې له دې پرېکړې وروسته ۴۰ کلنې دونتسووا ته ویلي: "تاسې یوه ځوانه ښځه یاست، هر څه په مخکې لرئ، ډېر څه بدلېدی شي. هره تجربه لا یوازې یوه تجربه ده."
دې پخوانۍ خبریالې په تېره نومبر میاشت کې اعلان کړی و، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي.
نوموړې هغه مهال رویټرز خبري اژانس ته ویلي و: "هر هوښیار کس چې دا ګام پورته کوي وېرېږي، خو وېره باید ګټونکې نه شي."
د روسیې اساسي قانون په ۲۰۲۰ کال کې تعدیل شو، د ولسمشرۍ موده یې له څلورو کلونو شپږو کلونو ته زیاته کړه او پوتین ته یې هم د بیا نوماندېدو فرصت ورکړ.
مسکو له کلونو راهیسې اپوزیسیون له پامه غورځولی او تمه کېږي، چې ولسمشر پوتین به د راتلونکو ټاکنو ګټونکی وي.
کرملین ادعا کړې چې هغه په روسیه کې رښتینی پراخ ملاتړ لري.
آغلې دنتسووا په اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي بندیانو د ازادولو لپاره د کمپاین پر پېلولو خبرې کړې وې.
نوموړې د ټاکنو کمیسیون د پرېکړې له اعلان وروسته چټک غبرګون ښودلی.
هغې پر خپل ټلیګرام لیکلي: "مونږ به سترې محکمې ته د استیناف غوښتنه وکړو، ځکه چې دا پرېکړه د قانون پر بنسټ نه ده."
دغه کمیسیون وايي، تر دې دمه ۲۹ کسان ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي دي، خو له دې پرېکړې وروسته داسې ښکاري، چې ولسمشر پوتین به یوازینی کاندید پاتې شي چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړي.