نوي کال کې به نور د ناګورنو قرهباغ په نامه جمهوریت نه وي

د عکس سرچینه، REUTERS
د ناګورنو قرهباغ د بېلتونپالو مشر رسماً د بشپړې خپلواکۍ لپاره خپله مبارزه پای ته ورسوله.
ساموېل شاهرامانیان په یوه فرمان کې ویلي چې د روان میلادي کال پای کې به د ناګورنو قرهباغ جمهوریت په نوم نور څه نه وي.
لس ورځې وروسته له هغه چې اذربایجاني ځواکونو په یوه ناڅاپي پوځي برید کې د ناګورنو قرهباغ پاتې ټولې سیمې ونیولې، د دغې سیمې د بېلتون غوښتونکو د مشر ساموېل شاهرامانیان په لاسلیک یو فرمان خپور شو.
په دې فرمان کې راغلي چې د روان میلادي کال په پای ته رسېدو به رسماً د ناګورنو قره باغ جمهوریت له منځه ځي.
په خپل سر د اعلان شوي ناګورنو قرهباغ جمهوریت چارواکو له خوا یوه بیان کې دې فرمان ته په اشاره ویل شوي د روان کال پای ته رسېدو سره د دوی د دولت ټولې اړونده ادارې او ارګانونه منحل کېږي.
له بلې خوا پر ټول ناګورنو قرهباغ د اذربایجاني ځواکونو له ولکې وروسته لا هم د ارمنیانو کډې د ارمینیا پر لور روانې دي.
د دغه هېواد چارواکو پر پنجشنبه وویل چې شاوخوا ۶۵ زره ارمنیان له ناګورنو قرهباغ کوچېدلي او ارمینیا ته رسېدلي دي. ناګورنو قرهباغ کې ټول شاوخوا ۱۲۵ زره ارمنیان اوسېدل.
د ارمینیا ولسمشر نیکول پاشینیان پر اذربایجان تور لګولی چې ناګورنو قرهباغ کې یې پر قومي تصفیې لاس پورې کړی.

د عکس سرچینه، REUTERS
"له ناګورنو قرهباغ د ارمنیانو وتل د اذربایجان د قومي تصفیې د پالیسۍ له مخې دوام لري. د وضعیت تحلیل ښیي چې په راتلونکو ورځو کې به یو ارمنی هم په ناګورنو قرهباغ کې پاتې نشي. دا د قومي تصفیې یو عمل دی".
خو اذربایجان ویلي قرهباغ کې مېشتو ارمنیانو خوندیتوب ته ژمن دی.
ناګورنو قرهباغ د اذربایجان په منځ کې د دغه هېواد یوه سیمه ده چې درې لسیزې وړاندې ارمنیانو ونیوله او خپلواکه اداره یې رامنځته کړه، خو هېڅ هېواد ان ارمینیا هم په رسمیت ونه پېژنده.
د غرنۍ سیمې ناګورنو قرهباغ پر سر د شخړې ریښې آن تر څه باندې یوې پېړۍ وړاندې مودې پورې رسېږي. ارمني عیسایانو، مسلمانانو ، ترکانو او فارسیانو پر دې سیمې د نفوذ لپاره سیالي او شخړې کړې دي.
۱۹۸۰ یمو کلونو وروستیو کې د پخواني شوروي اتحاد په کمزوري کېدو سره سیمه ییز پارلمان له ارمینیا سره د دې سیمې یو ځای کېدو لپاره رایه ورکړه. همدې سره شخړه پراخ او یوه خونړۍ جګړه رامنځته شوه.
په ۲۰۲۰ کال کې یو ځای بیا جګړه ونښه او اذربایجاني ځواکونو د ترکیې په مرسته د قرهباغ ځینې سیمې لاندې کړي.
د قرهباغ پر سر شخړه کې ښکېل افغانان- ۱۹۹۰ کلونه

د عکس سرچینه، iswnews
د ۱۹۹۰ مو کلونو لومړیو کې د قرهباغ پر سر شخړه کې زرګونو افغانانو هم ونډه لرله.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوه غړي همایون جریر بي بي سي ته ویلي د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر له حکمتیاره چې هغه وخت لومړی وزیر و، د مرستې غوښتنه کړې وه.
ښاغلی جریر زیاتوي حزب اسلامي شاوخوا پنځه زره وسله وال هلته واستول او تردوه کلونو د اذربایجان د ځواکونو په ملاتړ وجنګېدل.





















