ایران کې د علي خامنهاي د جنازې او وداع مراسم پیل شول
- Author, تابې ولسون
- Author, مسعود اذر
- دنده, بي بي سي فارسي څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
ایران کې د دې هېواد پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي څو ورځنی ملي ماتم او د جنازې مراسم پیل شوي دي. نوموړی تر هغه څه باندې څلور میاشتې وروسته خاورو ته سپارل کېږي چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوی و.
د پخواني ایتالله مړی دا مهال د تهران په لوی مصلی کې د خلکو د وروستي درناوي لپاره ایښودل شوی او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ښار مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
ایراني چارواکو ویلي چې تمه ده د جنازې په مراسمو کې له ۱۲ تر ۲۰ میلیونو پورې کسان ګډون وکړي. چارواکي دغه مراسم د ''پېړۍ جنازه'' بولي.
دغه مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې ایران او متحده ایالات د جون په میاشت کې د خپلمنځي شخړې د درولو لپاره د لومړني تفاهم له لاسلیک وروسته یو نازک اوربند مراعاتوي.

د عکس سرچینه، Reuters
ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د ایتالله علي خامنهاي تابوت، چې د ایران اسلامي جمهوريت د بیرغ په رنګونو پوښل شوی و، د جمعې په ورځ د تهران په لوی مصلی کې د خلکو لخوا لېږدول کېده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم له هغو کسانو و چې د تابوت تر ایښودل کېدو وروسته یې مذهبي مشر ته درناوی وکړ.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب رول لوبولی، د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتري مېدویدیف او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم په مراسمو کې حاضر وو.
د جنازې او ماتم شپږ ورځني مراسم به د شنبې په ورځ د سهار په ۶:۰۰ بجو د تهران په امام خمیني مصلی کې پیل شي. خلک به وکولای شي د یکشنبې تر ماسپښین پورې هلته د درناوي لپاره ورشي.
په تهران کې به د شنبې په ورځ رسمي جنازه هم ترسره شي، چې د انتظام چارې یې د تهران ''محمد رسول الله'' قول اردو کوي.
د دې ځواک قوماندان حسن حسنزاده ویلي چې د خامنهاي تابوت به پر یوه لوړ دریځ کېښودل شي او د خلکو تګ او راتګ به داسې تنظیم شي چې لیدونکي وکولای شي په ۱۵ تر ۲۰ دقیقو کې دننه او بهر شي.
ټاکل شوې ده چې د خامنهاي مړی د درېیو ورځو لپاره په لوی مصلی کې ایښی وي. د هغه ترڅنګ به د کورنۍ د هغو غړو تابوتونه هم کېښودل شي چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Reuters
چارواکو امر کړی چې په تهران کې به له شنبې تر دوشنبې پورې ټول دولتي او خصوصي دفترونه وتړل شي. د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د راپور له مخې، د ترافيکي محدوديتونو له امله به د ښار د مرکزي برخې ډېری لارې د شخصي موټرو پر مخ وتړل شي.
د تهران هوايي حریم د جمعې په ورځ په جزوي ډول تړل شوی و، او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ په بشپړ ډول وتړل شي.
د سې شنبې په ورځ به د جنازې او ماتم مراسم د تهران سوېل ته د قم ښار ته ولېږدول شي. هلته به یو لوړپوړی شیعه دیني عالم د جمکران په جومات کې د جنازې لمونځ ادا کړي. جمکران د ایران له تر ټولو مهمو او سمبولیکو مذهبي ځایونو څخه شمېرل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته به د ایتالله علي خامنهاي مړی د چهارشنبې په ورځ د عراق نجف ښار ته ولېږدول شي. هلته به د شیعه ګانو د لومړي امام حضرت علي د زیارت په انګړ کې د جنازې ځانګړي مراسم او لاریون ترسره شي.
ورپسې به مراسم د کربلا ښار ته وغځېږي او له هغو وروسته به مړی بېرته ایران ته ولېږدول شي.
ایراني چارواکي وايي چې په عراق کې د دغو مراسمو ترسره کېدل د عراقي ډلو او بنسټونو په غوښتنه تنظیم شوي دي. ځینې شنونکي دا چاره په شیعه اسلامي نړۍ کې د خامنهاي د نفوذ او دغه راز په سیمه کې د ایران د مذهبي او سیاسي اړیکو نښه بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بغداد ته سفر کړی و چې د مراسمو د تنظیم او همغږۍ چارې تعقیب کړي. هغه ویلي چې دغه جنازه ''سمبولیک اهمیت'' لري.
ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ ایتالله علي خامنهاي د خپل زوکړې په ښار، مشهد کې، د امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شي. دا زیارت د شیعه اسلام د اتم امام زیارت او د ایران تر ټولو مهم مذهبي زیارت بلل کېږي، چې هر کال میلیونونه زائرین ترې لیدنه کوي.
له تدفین وروسته به د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماتم او یادغونډو مراسم د ۴۰ ورځو لپاره دوام وکړي، او د خامنهاي د تدفین تر لومړۍ کلیزې پورې به د هغه د یاد په مناسبت بیلابیل مراسم ترسره شي.

د عکس سرچینه، Reuters
مجتبی خامنهاي د خپل پلار ایتالله علي خامنهاي ځایناستی شو، خو نوموړی له هغه راهیسې چې مذهبي مشر ټاکل شوی، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
د جنازې د مراسمو په اړه یو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا مجتبی خامنهاي به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او که نه.
تېره اوونۍ د مراسمو د تنظیم کمېټې منشي، علياکبر پورجمشیدیان، ویلي وو چې د مجتبی خامنهاي د ګډون په هکله هر ډول پرېکړه به د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قوماندان او د مذهبي مشر د دفترونو لخوا اعلان شي.
دغه راز دا پوښتنه هم لا نه ده روښانه شوې چې د جنازې لمونځ به څوک ادا کوي، ځکه چې په شیعه دود کې د جنازې د لمانځه امامت نه یوازې مذهبي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري.






















