د نجونو لوړې زدکړې: طالبانو کانکور ازموينه کې غوراوی ورته محدود کړی دی

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې پوهنتون ته د داخلېدو په ازموينه يا کانکور کې نجونې د ځينو پوهنځيو له انتخابه منع شوې دي. د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت کې د کانکور ازموینو مشر عبدالقدیر خموش بي بي سي ته ويلي له درې یا څلور څانګو پرته په نورو ټولو برخو کې نجونې د خپلې خوښې پوهنځي ټاکلی شي.

طالبان وايي دوى په پوهنتونونو کې نجونو ته جلا ټولگي غواړي چې په ځينو ولايتونو کې يې اوس ورته امکان نشته.

دوى وايي له ځينو برخو سره د نجونو لېوالتيا لږ ده.

هڅه مو وکړه چې طالبان په دې موضوع وغږو خو څوک يې خبرو ته چمتو نه وو. خو د دوى د دې پرېکړې په منطق او اغېزو د کابل پوهنتون له مخکيني استاد محمد او وږمې توخۍ سره غږېږو چې له جرمني ستوديو ته وصل ده.