د جرمني پولیسو د یوه افغان خبریال داود سیاووش مړی له "درې ورځې ورکېدو" وروسته موندلی دی

داود سياووش

د عکس سرچینه، BAKTASH SIAWASH

د خپرېدو وخت

په جرمني کې د یوه افغان کډوال خبریال داود سیاووش کورنۍ وايي، چې له "درې ورځې لادرکه کېدو" وروسته پولیسو د هغه جسد موندلی دی.

د ده زوی بکتاش سیاووش پر فېسبوک لیکلي، "په ناڅرګنده توګه له دری ورځې لادرکه کېدو وروسته د جرمني پوليسو د هغه جسد موندلی دی، او لا نه ده روښانه چې څه ورسره پېښ شوي‌ دي."

نوموړې زياتوي چې د جرمني پوليسو له خوا پلټنې روانې دي.

۶۸ کلن داود سیاوش د افغانستان یو له پخوانیو ژورنالیستانو څخه و چې شاوخوا څلور لسیزې یې د ژورنالیزم، ټولنیز فعالیت او ادبیاتو په برخه کې کار کړی او په رسنیو کې د شنونکي په توګه راڅرګندېده.

د جرمني افغان قلم ټولنه وايي، د محمد داود سیاووش د لادرکه کېدو خبر د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

داود سياووش د تلويزيوني خپرونو د مشهور وړاندې کوونکي يما سياووش پلار و. يما سياوش په ۲۰۱۹ کال کې په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودني له امله په کابل کې ووژل شو.

بکتاش سياووش چې تېر جمهوریت کې د ولسي‌ جرګې غړی هم و، د خپل پلار مړینه "مرموزه او د پوښتنې وړ ګڼلې او وايي، "موږ د جرمني له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړو چې په دې برخه کې جدي پلټنې وکړي او د حقیقت په موندلو کې له موږ سره مرسته وکړي."