سوریایۍ کډواله پیلوټه: "غواړم له نورو کډوالو سره په لوړ الوت کې مرسته وکړم"

Nour Utayim in the cockpit

د عکس سرچینه، Nour Utayim

د عکس تشریح، نور وايي: "هېڅ شی نشي کولی تاسو ته د الوتکې د الوتلو په پرتله د کنټرول قوي احساس درکړي."
    • Author, فرناندو دوارت
    • دنده, بي بي سي ورلډ‌ سروېس
  • د خپرېدو وخت

سوریایۍ کډواله نور عطیم په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال له خپلې کورنۍ سره د کورنۍ جګړې له امله له سوریې وتښتېدله، چې لا هم هلته جګړه دغه هېواد د بدبختۍ لوري ته بیايي، خو په کاناډا کې پناه د هغې لپاره د سوداګریزې پیلوټې کېدو دروازې خلاصې کړې - هغه مسلک چې مخکې یې فکر کاوه د لاسرسي وړ نه و. دې نور له خپل مرحوم پلار سره پیوستون اړیکه کې هم مرسته وکړه.

نور عطیم دا تصور کول خوښوي چې هغه د دمشق په نړیوال هوایي ډګر کې الوتکه ښکته کړي.

دا یو خوب دی چې هغې د پیلوټې کېدو راهیسې د خپل پلار او نیکه قدمونه تعقیب کړي دي.

٢٧ کلنې نور بي بي سي ته وویل: "ما تل غوښتل چې له خپل پلار سره الوتنه وکړم، زه پنځه کلنه وم چې هغه مړ شو."

"هغه پخوا د سوریې د هوایي چلند کپتان و، نو دمشق ته یوه ورځ الوتنه به واقعاً ځانګړې وي."

د پیلوټ کابین کې کورنی دود

A picture of Nour aged 4 in the cockpit of a 727 jet

د عکس سرچینه، Nour Utayim

د عکس تشریح، د پیلوټ لور او لمسۍ، نور فکر نه کاوه چې د کورنۍ دود ساتل به ممکن وي

نور پوهیږي چې دا بشپړه سناریو به هېڅ وخت ژر عملي نشي، ځکه چې سوله لاهم په سوریه کې یو لیرې امکان ښکاري.

مګر هغه ډېری وختونه د دې په اړه فکر کوي چې هغه څومره لرې راغلې ده، په ځانګړې توګه د کاناډا په مونټریال ښار کې مېشته هوایي شرکت ایر انوټ لپاره د ژمي د شپې الوتنې په جریان کې چې د شمال په واورو کې د مېشتو انویټ خلکو جلا ټولنو ته حیاتي الوتنې ترسره کوي.

هغې په ټوکو وویل: "هېڅ شی تاسو ته د الوتکې د الوتلو په پرتله د کنټرول قوي احساس نشي درکولی او دا هغه وخت نور هم ښه کېږي کله چې تاسو ډېری وختونه شمالي څراغونه وګورئ، لکه هر وخت."

هغې غبرګه کړ: "کله چې زه په اسمان کې یم زه هم خپل پلار ته د نژدېوالي احساس کوم."

(د ایر انوټ لخوا د انسټاګرام پوسټ د انویټ مور او ماشومه ښیي چې په الوتکه کې سپرېږي)

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Instagram پای

نور له خپلې کونډې مور او دوو وروڼو سره لویه شوې، هغه نه شوی کولی په سوریه کې د الوتنې درسونه واخلي. بیا کورنۍ جګړه راغله چې کورنۍ یې دې ته اړ کړه چې په ۲۰۱۵ کې هېواد پرېږدي او لبنان ته کډوال شي. دوه کاله وروسته، دوی په کاناډا کې پناه ترلاسه کړه.

دغه ځوانه ښځه زیاتوي: "ما په پوهنتون کې د معمارۍ زدکړه پیل کړې وه، نو د بېرته ستنېدو هڅه یو طبیعي ګام و."

په کاناډا کې د اوسېدو د بهیر د یوې برخې په توګه، نور باید حرفوي ازموینه ورکړې وای. پایلې راغلې او دوه دندې ورته وړاندیز شوې: معماره او پیلوټه. دې د کورني دود ساتلو لپاره د هغې لېوالتیا را ژوندۍ کړه.

دې باید د درسونو لپاره پیسې پیدا کړې وای، یو کار حتی د ځایي ډېرو لېواله پیلوټانو لپاره خورا سخت کار دی: د کاناډا د هوايي چلن او فضایي شورا په وینا په هېواد کې د پیلوټانو د کمښت یو لامل د روزنې لوړ لګښتونه دي.

له یوه هدف سره الوتنه

نور خپلې زدکړې د دوو دندو په کار کولو سره تمویل کړې - د یوه ډاکټر په دفتر کې د استقبال کوونکې په توګه او په یوه رستورانت کې د ویټریس په توګه - او د کراوډ فنډ کولو کمپاین سره د فنډ راټولولو او همدارنګه د ملګرو او خپلوانو څخه د پیسو پور اخیستل.

د فنډونو لپاره، هغې حتی د مونټریال په یوه عامه غونډه کې د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو سره اړیکه ونیوله.

دغه سوریايۍ وايي: "هغه یوه ځایي کتابتون ته راتله. ما د خپل پلار او زما عکس راتاو کړ او ورته مې وویل چې زه هم غواړم پیلوټه شم."

"ښاغلي ټروډو زه د خپل محلي پارلمان غړي ته راجع کړم، مګر دوی ډېر څه نه شوی کولی ځکه چې زه د کاناډا تبعه نه وم."

هغې وروسته د کاناډا تابعیت ترلاسه کړ.

An Air Inuit Boeing 737

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایر انوټ د نوناویک سیمې د کاناډا د انوټ ملکیت دی

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې نور پیلوټه شوه او یو کال وروسته یې د کاناډا په شمال لیرې پرتو سیمو کې د الوتنو په شرکت کې د شاملېدو دمخه د الوتنې د ښوونکې په توګه کار پیل کړ. مګر هغې لا دمخه په ایر انوټ کې خپل بصیرت درلود ځکه چې هغې له جلا ټولنو سره د خپل کار الهام ترلاسه کړ.

نور وویل چې شرایط د کمزورو زړونو د څښتنانو لپاره نه دي. کاناډا د نړۍ دوهم لوی هېواد دی او د شمالي سیمې پراخه یې برخه ځنګلي ده.

د شپې په جریان کې، هغه د جلا جلا ځنګلونو او تونډرا له پراخو برخو څخه له رڼا پرته الوتنه کوي.

Nour Utayim posing inside a plane

د عکس سرچینه، Nour Utayim

د عکس تشریح، دغه ځوانه سوریايي وايي چې هېڅکله یې د همکارانو له تبعیض سره نه ده مخامخ شوې

نور په خندا سره وايي: "زه دا نه وایم چې هلته الوتنه په زړه پورې نه ده، مګر دا په ځانګړي ډول ننګونه ده. او یقینا زړه راښکونکی نه دی."

"دا پاروونکې ده چې د شګو ځغاستلیکې په لا مکان الوتکه کېنوې".

هڅونه

د سوریې ځوانه پیلوټه وايي چې هغې هېڅکله د همکارانو لخوا د پیلوټ په کابین کې له تبعیض سره مخ نه ده، که څه هم هغه د الوتنې د ښوونکې په توګه هغه حالتونه یادوي چې په هغه کې یې یوڅه داسې وانګېرل چې د زدکونکو په اړه یې "قضایي لید" بولي.

نور یادونه کوي: "دا جلا حالتونه وو چې په ځانګړي ډول هغه وخت پیښ شوي کله چې زما زدکونکي لویان وو. ما د دوی په سترګو کې ناخوښي ولیدله کله چې دوی د پیلوټ کابین کې یوه ځوانه بهرنۍ ښځه ولیده."

"له څو الوتنو وروسته د ستاینې او درناوي پرته بل څه نه وي."

نور لاهم د الوتنې ښوونکي په توګه کار کوي. هغه هیله لري چې یوه ورځ به بل کډوال د درسونو لپاره مټې بډوهي. خو تر اوسه داسې نه دي شوي، له همدې امله د سوریې ځوانه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره په اړیکه کې ده چې د هغې لپاره فرصتونه تنظیم کړي او په دې سره د هغې د تجربې په اړه له راتلونکي احتمالي پیلوټانو سره خبرې وکړي.

هغه وايي: "زه غواړم نور خلک وهڅوم، په ځانګړې توګه ښځې، چې د دوی خوبونه رښتیا شي."

"مګر زه فکر کوم چې زه کولی شم له نورو کډوالو سره مرسته وکړم چې پوه شي دوی هم لوړې الوتنې کولی شي."