د طالبانو حکومت حج او اوقاف وزارت: د ناوې سینګار او له کوره بهر د ښځو عطر کارول د شریعت مخالف کار دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، د ناوې سینګارول د ''فریب ورکولو'' یوه بڼه ده او باید ترسره نه شي. دغه وزارت دغه راز ویلي چې ښځې باید د واده او نورو مراسمو پر مهال عطر ونه کاروي.
دې وزارت د زمري په دویمه ( جولای ۲۳مه) د ''په ودونو او نورو خوشحالیو کې د منکراتو او خلاف شرع رواجونو څخه ځان ساتل'' تر سرلیک لاندې یو لس مخیز سند خپور کړی دی. په دې سند کې له امامانو غوښتل شوي چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک له دې مواردو خبر او متوجه کړي.
د لارښوونې له مخې، د کوژدې د ګوتمیو تبادله، اورلوبې (پټاقۍ) د ناوې سینګار، د ښځو لخوا د عطرو کارول، تنګې او داسې جامې چې د بدن غړي ترې ښکاري، موسیقي او د نارینه وو او ښځو ګډه نڅا د شریعت خلاف بلل شوي دي.
په سند کې له افغانانو غوښتنه شوې چې خپلې خوښۍ او مراسم د ''اسلامي لارښوونو'' له مخې ترسره کړي.
په دغه متن کې راغلي:
''نن سبا وینو چې زموږ ډېری محفلونه، لکه ودونه او له حج او عمرې څخه د راستنېدو مراسم، له ناوړو دودونو او ناپسندو کړنو خالي نه دي.''
دغه لارښود د هغو فرمانونو او قوانینو پر بنسټ خپور شوی چې ډېری یې تر دې وړاندې هم اعلان شوي وو، خو د مشخصو بېلګو یادونه ښايي په ټولنه کې د لا ډېرو محدودیتونو لامل شي.
د یادونې ده، چې په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې لا هم ځینې ودونه په مجللو تالارونو کې د سلګونو مېلمنو په ګډون ترسره کېږي.
ځینې منتقدین وايي چې ودونه د افغانانو د ژوند له مهمو خوښیو څخه دي او په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېلو دودونو او رواجونو له مخې لمانځل کېږي.
د دوی په باور دا ډول سپارښتنې او محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، په ټولنیز ژوند کې نوي بندیزونه رامنځته کوي.
د ناوې سینګار 'یو ډول دوکه ده'

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت په خپاره شوي متن کې راغلي چې په ډېرو کوژدو او ودونو کې ناوې د سینګار لپاره سینګارتون ته بیول کېږي او هلته ځینې داسې کارونه ترسره کېږي چې د وزارت په وینا له شریعت سره په ټکر کې دي.
له خطیبانو غوښتل شوي چې دا موارد د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلکو ته تشریح کړي.
په سند کې د ناوې د سینګار په برخه کې د وروځو جوړول، د مخ د ځینو وېښتانو لېرې کول، د شونډو غټ ښکاره کول، د مخ د بشپړ بدلون لپاره د سینګار توکو کارول او له طبیعي وېښتو سره د مصنوعي وېښتو نښلول له هغو چارو یاد شوي چې پرې نیوکه شوې ده.
د متن له مخې، دا کارونه د ناوې د اصلي څېرې د پټولو او ''یو ډول فریب'' په توګه ګڼل شوي دي.
په دې سند کې دغه راز ویل شوي چې ځینې ښځې د کوژدې او واده په مراسمو کې داسې جامې اغوندي چې نرۍ، نازکې یا ډېرې تنګې وي او د بدن غړو بڼه ترې ښکاره کېږي.
په خپاره شوي متن کې، د حدیثونو په استناد، دا ډول ښځې ''په جامو کې پټې خو لوڅې'' بلل شوې دي، او راغلي چې د نریو او شفافو جامو له امله د بدن رنګ او بڼه ترې څرګندېږي.
په پای کې ټینګار شوی چې دا ډول کړنې په ټولنه کې د ''بې عفتۍ د خپرېدو'' لامل ګرځي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سند په بله برخه کې راغلي چې ځینې ښځې په ودونو او کوژدو کې په ډېره اندازه عطر کاروي، تر دې چې بوی یې په ټول چاپېریال کې خپور شي. د حدیث روايت په استناد ویل شوي چې دا کار ''لویه ګناه'' ګڼل کېږي.
دغه راز په سند کې د واده په مراسمو کې د ښځو او نارینه وو ګډ حضور، د ښځې او سړي ترمنځ روغبړ او لاس ورکول، او یو بل ته مبارکي ورکول ''د فساد لامل'' او د اسلامي لارښوونو خلاف بلل شوي دي.
په دې متن کې یوې روايت ته هم اشاره شوې چې پکې ښځو ته ویل شوي دي:
''وروستهُ شئ (له سړوڅخه) بیشکه ستاسې لپاره جواز نه لري، چې په تلو کې د لارې منځ کې لاړې شئ، بلکې په تاسې لازم دي، چې د لارې په څنډه کې لاړې شئ.''
په ودونو کې د نڅا او موسیقي ممنوعیت

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت ویلي چې په ودونو کې د نڅا، موسیقۍ او د ناوې او زوم د مېلمنو مخې ته کښېنول هم له ناسم رواجونو دي.
په سند کې راغلي چې پخوا به زوم د نارینه وو په مجلس کې حاضرېده او ناوې به د ښځو په جلا محفل کې وه، خو د وزارت په وینا:
''نن سبا د پردیو کلتورونو تر اغېز لاندې دا دود بدل شوی دی.''
په لارښود کې ویل شوي چې زوم باید د ښځو ځانګړي ځای ته، چې ناوې پکې وي، ور نه شي.
دغه راز ټینګار شوی چې:
''د ناوې د نامحرمو نارینه وو مخې ته راوستل او د ټولو د لیدو لپاره یې کښېنول د اسلامي حیا او غیرت خلاف کار دی.''
سند زیاتوي چې په ودونو او کوژدو کې د ښځو یا نارینه وو نڅا یو له هغو کړنو ده چې په ټولنه کې پراخه شوې.
په متن کې راغلي:
''د ښځو نڅا د نامحرمو نارینه وو په حضور کې له سترو منکراتو څخه شمېرل کېږي.''
د موسیقۍ په اړه هم ویل شوي چې:
''په ودونو کې سندرې ویل یا سندرې اورېدل، که د نارینه وو لخوا وي او که د ښځو، او همدارنګه د ثبت شویو ترانو او موسیقۍ اورېدل، ناسم او منع شوي عملونه ګڼل کېږي.''
په سند کې د موسیقۍ د بېلابېلو وسایلو لکه رباب، نۍ، سنج، ډول، عود، تنبور او نورو ورته الاتو اورېدل هم حرام بلل شوي دي.
د موسیقۍ دغه ټول الات او وسایل حرام بلل شوي دي.


















