تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان وايي د اسرائيلو بريد له کبله د هېواد په شمال کې ۲۱ تنه وژل شوي
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد په شمال کې پر 'ايطو' نومي کلي د اسرائيلو په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته لوړ شوی او اته تنه نور ټپيان دي.
دا په دې سيمه کې له ۷ اکتوبر راهیسې د روان تاوتريخوالي په ترڅ کې پر یوې داسې سيمې د اسرائيلو تر ټولو لومړی برید بلل شوی چې اکثریت وګړي یې عیسویان دي.
د فرانس پرېس یوه خبریال چې د دې برید ځای ته ورغلی ویلي، په نښه شوې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
دا کلی د لبنان ساحلي ښار طرابلس ته څېرمه په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت او له هغه سیمو ډېر لرې دی چېرته چې اسرائیل وايي د حزب الله ډلې مرکزونه په کې دي او دوی یې په نښه کوي.
د اسرائیل دفاع وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا برید داسې مهال کیږي چې د اسرائیل لومړي وزیر د حزب الله پر وړاندې د بې دریغه جګړې د دوام خبره کړې ده.
د دې ترڅنګ د اسرائیل جنګي الوتکو د لبنان په سویل، او ختیځ کې څو ځایه په نښه کړي دي. یو برید په یوه کور شوی چې د ځايي چارواکو په وینا دوه تنه په کې وژل شوي دي.
له دې سره هم مهاله حزب الله ویلي د دې بریدونو په غبرګون کې یې پر اسرائیلي ځواکونو راکټي بریدونه کړي دي.
دې ډلې ویلي په څو سیمو کې یې هغه سرتېري په نښه کړي چې د لبنان په سویل کې په ځمکنیو عملیاتو کې یې برخه لرله.
حزب الله اسرائیلي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.
تر دې مخکې په رپوټونو کې ویل شوي وو چې په دغه برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي.
خو د لبنان د سره صلیب ټولنې دا شمېر ۱۸ تنه ښودلی و.
پر خواله رسنیو په خپرو شوو ویډيوګانو او عکسونو کې ښکاري چې له 'ايطو' کلي د سربخونو لوګیو یوه غټه دوړه پورته شوې او شاوخوا مړي او ټپيان پراته دي.
ویل کېږي چې د لبنان د جګړې له کبله بې کوره شوو ګڼو خلکو هم دې سيمې ته پناه وړې وه.