لبنان: د وژل شویو شمېر ۲۲۵۵ تنو ته لوړ شوی، اسرائیلو د ۲۲ کلیو تخلیه کېدل غوښتي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د لبنان د روغتیا وزارت اړوند د روغتیا عمومي بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي، پرون د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

یاد مرکز په یوه بیان کې ویلي، د ټول ټال وژل شویو شمېر ۲۲۵۵ ته لوړ شوی او نژدې ۱۰۵۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ د لبنان سوېل کې د ۲۲ کلیو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو امر کړی چې باید شمالي نهر الاولي سیمو ته ولاړ شي.

دوی دا خبرداری هم ورکړی تر هغه دې خپلو مېنو او کورونو ته نه ستنېږي چې هلته جګړه روانه وي.

لبنان کې د سوله ساتو ځواکونو پنځم سرتېری هم ټپي شوی

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه (یونیفیل) وايي، چې د دوی د ځواکونو پنځم سوله ساتونکی کس هم د لبنان په سوېلي ښار الناقورة‎‎ کې د ډزو له کبله ټپي شوی دی.

دوی وايي، "هغه (ټپي کس) زموږ د الناقورة‎‎ په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، چې د مرمۍ د لرې کولو جراحي ترسره شي او تر دې دمه ښه دی." د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه زیاتوي، دا چې ډزې د چا لخوا شوې لا معلومه نه ده.

دا پېښه وروسته له شوې، چې په تېرو دوو ورځو کې د ملګرو ملتونو څلور نور سوله ساتي سرتېري هم ټپيان شوي وو.

تېره ورځ د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ، چې د دوی ځواکونو د هغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی، چې په ترڅ کې یې دوه شري لنکايي سوله ساتونکي ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د دغه برید په توضیح کې ویلي، چې د دوی د هېواد ځواکونو چې په الناقورة‎‎ کې د سوله ساتو ځواکونو اډې ته څېرمه یې عملیات کول هالته یې یو ګواښ په نښه کړ او ډزې یې پرې وکړې. د اسرائیلو پوځ دا هم ویلي، چې په دې قضیه کې به په "لوړې کچه" څېړنه وشي.

همدارنګه د تېرې پنجشنبې په ورځ دوه اندونیزیايي سوله ساتونکي وروسته له هغه ټپیان شول، چې د اسرائیلو ټانک د دوی د څار پر برج ډزې وکړې او دوی ځانونه ترې لاندې راوغورځول.

د لبنان د روغتیا وزارت په خبره، په سوېلي ښار برجا کې د اسرائیلو په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

حزب الله اسرائیلي وګړو ته خبرداری ورکړی چې له پوځي ځایونو لرې شي

حزب الله په اسرائیلو کې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د خپل ژوند د خونديتوب لپاره دې د اسرائیلو په شمال کې له پوځي ځایونو لرې شي.

د دوی په خبر پاڼه کې راغلي، د اسرائیلو پوځ په شمال کې د استوګنې په سیمو کې خپلې اډې جوړې کړې، چې د دوی په خبره د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د نښې ځای دی. حزب الله هره ورځ د اسرائیلو پر شمالي سیمو توغندي توغوي.

داسې باور شته دی، چې پر لبنان له تېرو دریو اوونیو راهیسې د اسرائیلو هوایي بریدونوله کبله د حزب الله لسګونه مشران وژل شوي دي. همدارنګه له هغه وخت راهیسې د حزب الله ډلې عامه بیانونه کم شوی دي.

د حزب الله لخوا اسرائیلو ته دا خبرداری چې باید شمالي سیمو کې د پوځ له اډو څخه لرې پاتې شي کېدای شي دا غواړي ثابته کړي، چې یاده ډله لا هم د لویو زیانونو رسولو وړتیا لري. حزب الله دا خبرداری هم ورکړی، چې اسرائیلو تر اوسه یوازې یو څو بریدونه لیدلي دي.

دا لا څرګنده نه ده، چې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د دوی څومره وسلې له منځه تللي دي.

اسرائیلي ځواکونو له لبنان ورتوغول شویو ځینو توغندیو مخه نیولې

د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وايي، شاوخوا ۳۰ توغندي له لبنانه اسرائیلو ته ننوتلي، چې د "ځینو" مخه یې نیول شوې ده.

له دې مخکې د اسرائیلو پوځ ویلي و، چې یوه بې پیلوټه الوتکه له سوریې څخه اسرائیلو ته داخله شوې او په یوه بېدیا کې غورځېدلې ده. په داسې حال کې، چې دوه بې پیلوټه الوتکې له لبنانه وردننه شوې وې.

د یادو ځواکونو په خبره، د دوی هوايي ځواکونو یوه له منځه وړې او بله یې د تل ابیب ولسوالۍ کې د هرزلیا په سیمه کې یوې ودانۍ سره لګېدلې او زیان یې ورته اړولی دی.

د مصر او قطر د بهرنیو چارو وزیران د غزې او لبنان په اړه خبرې کوي

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي.

دا خبر د دواړو هېوادونو لخوا بېلو بېلو خبرپاڼو کې تائید شوی دی. دې دواړو هېوادونو د غزې تړانګې او لبنان کې په روانو حالاتو خبرې کړې.

دوی د غزې تړانګې ټولو سیمو ته پرته له کوم خنډه د بشردوستانه مرستو رسول او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سیمه ییزو او نړیوالو هڅو باندې هم خبرې کړې دي.