تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو کارپوهان؛ د ځینو رسنیو د "ناسمو مالوماتو خپرولو اندېښمن کړي یوو"
د ملګرو ملتونو یوې ډلې کارپوهانو، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د ناسمو مالوماتو پر خپرولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو کارپوهانو په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې یوې رسنۍ د بشري حقونو له مهم بحثه "ناوړه ګټه پورته کړې."
د ملګرو ملتونو په دغو کارپوهانو کې چې دا اندېښنه یې په ډاګه کړې، ريچارډ بېنېټ هم شامل دی. نوموړی د افغانستان د بشري وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر دی چې څو ځله یې افغانستان ته سفرونه هم کړي دي.
د ملګرو ملتونو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، "موږ په ژوره خواشيني کې یوو چې د افغانستان انټرنېشنل په نامه يوې رسنۍ د بشري حقونو په شورا کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه له يوه مهم بحث څخه ناوړه ګټه پورته کړه، د يوې رابلل شوې افغانې ويناوالې او د ملګرو ملتونو د يوې کارکوونکې پر وړاندې يې د سپکاوي کمپاين پیل کړ."
افغانستان انټرنېشنل په یوه رپوټ کې ادعا کړې وه چې جینوا کې د بشري حقونو غونډې ته یوه افغانه ګډونواله "د شخصي اړیکو" په مرسته تللې وه.
موږ هڅه وکړه د ملګرو ملتونو اعلامیې ته د افغانستان انټرنېشنل غبرګون هم تر لاسه کړو، خو له هڅو سره، سره بریالي نه شوو.
افغانستان انټرنېشنل د ولنټ ميډيا برخه ده چې له بريتانيا فعاليت کوي.
د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې ويل شوي: "شخصي بريدونه، د خلکو شخصي حريم کې لاسوهنه او د جنسيت په اړه د ناسمو مالوماتو خپرول کولی شي د اغېزمنو کسانو د خونديتوب او امنيت لپاره جدي پايلې ولري او د دوی شهرت ته سخت زيان ورسوي."
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځینې وخت پر افغانستان د بحث لپاره ویناوال له افغانستانه وربولي، چې هلته د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.
دغې شورا په خپلې یوې وروستۍ اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته د نجونو بې برخې کول، تعلیمی نصاب کې بدلون او د طالبانو د ایډیالوژۍ تدریس د افغانستان راتلونکي نسلونه له خطر سره مخامخ کوي.
د بشري حقونو شورا دا هم ویلي و، چې د نړۍ په هیڅ هېواد کې د پوهنې وضعیت "د افغانستان په څېر کړکېچن نه دی."
اوس نږدې ۶۸۵ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم پورته ښوونځي تړلي او څه ناڅه اته میاشتې وشوې چې د پوهنتونونو محصلې نجونې یې هم له زدکړو را ګرځولې دي. روښانه نه ده چې طالبان به دغه بندیزونه چې دوی یې "لنډمهالي" بولي، کله لېرې کړي.