تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسحاق ډار د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال وټاکل شو
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د یکشنبې په ورځ د کابينې په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې وزير اعظم شهباز شريف په سملاسي توګه د باندینیو چارو وزير اسحاق ډار د پاکستان د مرستيال وزير اعظم په توګه ټاکلی دی.
ياده دې وي چې دا مهال د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار له وزير اعظم شهباز شريف سره په سعودي عرب کې د نړيوال اقتصادي فورم په ځانګړې غونډه کې ګډون کوي.
اسحاق ډار څوک دی؟
سناتور اسحاق ډار د پاکستان د مسلم لیګ نواز یو له لوړ پوړو مشرانو څخه دی. هغه خپل مسلک په عامه او خصوصي سکتور کې د محاسب په توګه پیل کړ او په ۱۹۸۰ لسیزه کې سیاست ته ننوت.
هغه ته په تېرو وختونو کې د مسلم ليګ نون په حکومتونو کې د ماليې د وزير دنده سپارل شوې ده، خو دا ځل د هغه پر ځای محمد اورنګزېب د مالیې وزیر وټاکل شو.
اسحاق ډار ته په موجوده دور کې د بهرنيو چارو د وزير دنده په داسې مهال سپارل شوې ده چې هېواد له اقتصادي، دیپلوماتیک او امنيتي ننګونو سره مخ دى.
نوموړی د ګوند د مشر نواز شریف نژدې خپلوان دی او څلور ځله د دغه هېواد د مالیې وزیر پاتې شوی دی.
اسحاق ډار په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې د نواز لیګ په دوره کې د مالیې فدرالي وزیر شو. په ۲۰۱۳ کال کې هغه یو ځل بیا د نواز لیګ په حکومت کې د مالیې وزیر شو.
خو په ۲۰۱۷ کال کې د سترې محکمې له خوا د نواز شریف له بېصلاحیته کېدو وروسته، کله چې شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر شو، مفتاح اسماعیل د مالیې وزیر شو.
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د حکومت له ختمېدو وروسته مفتاح اسماعیل د شهباز شریف د صدر اعظمۍ په لومړیو پنځو میاشتو کې د مالیې وزیر و، خو د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په پای کې اسحاق ډار بیا د مالیې وزیر شو.