حماس د زرګونو نویو جنګیالیو د ګومارلو اعلان کړی

ابو عبیده
د عکس تشریح، ابو عبیده ژمنه وکړه چې په غزه کې به د مقاومت عملیات دوام وکړي
د خپرېدو وخت

د حماس پوځي برخه کې د القسام لوا ویاند ابو عبیده د یکشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني وینا کې چې د الجزیرې خبري شبکې له خوا خپره شوه، وویل چې "د القسام لواګانو بشري وړتیاوې خورا ښې دي" او اعلان یې وکړ چې د روانې جګړې پرمهال، چې اوس یې نهمه میاشت پوره شوه، زرګونه نوي جنګیالي استخدام شوي دي.

ابو عبیده تائید کړه چې د پوره نهو میاشتو په اوږدو کې، "۲۴ کنډکونه د مقاومت له ډلو سره اوږه په اوږه جنګېدلي او د بیت حنون له شماله په جنوب رفح کې وسلې لرو."

ابو عبيده يادونه وکړه چې د القسام لواګانو په ليکو کې "په ټولو کچو کې" وژل شوي جنګیالي هم لري.

ابو عبیده په خپلو خبرو کې د شجاعیه په ګاونډ، نتساریم محور او رفح کې د جګړې په اړه وویل: "دغه جګړې زموږ د مقاومت د ځواکمنتیا او د دښمن د ماتې ثبوت دی."

ابو عبیده په غزه کې د اسرائیلو د بندیانو په اړه د بندیانو کورنیو ته په خطاب کې وویل: "ستاسو د بچیانو برخلیک د بنیامین نتنیاهو په لاس کې لوبه ده چې د شخصي بریا په لټه کې دی."

ابو عبیده د اسرائیلو پوځ تورن کړ چې "له ملکي خلکو د انساني سپر په توګه کار اخلي، دوی د خوندي سیمو په توګه غولوي او د ملکي خلکو کورونه بمباروي،" چې دده په ټکو دا "تر ټولو ډېر غیر اخلاقي پوځ" دی.

ابو عبیده ټینګار وکړ چې د الاقصی توپان "د اشغالګرو د تېري پر وړاندې زموږ د مقاومت پیل نه و، بلکې دا د دښمن د جنایتونو په وړاندې یوه چاودنه وه" او زیاته یې کړه: "موږ خپلو مجاهدینو، خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو. او زموږ ملت چې د الاقصی توپان یو له هغو جګړو دی چې یوازې د لوی بدلون لامل کېږي".

اسرائیل

د عکس سرچینه، REUTERS

ابو عبیده په ډاګه کړه چې د اکتوبر په اومه د اسرائیلو د ناکامۍ په اړه ښکاره شوي استخباراتي اسناد "د هغه څه پرتله چې موږ به یې په مناسب وخت کې ښکاره کړو یوه کوچنۍ موضوع ده". ده یادونه وکړه چې "دا اسناد به سخت وي او دا به وښيي چې مقاومت څنګه توانېدلی و.

ابو عبیده په نیول شوې لوېدیځه غاړه کې د پرمختګونو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې په لوېدیځه غاړه، بیت المقدس او د ۱۹۴۸ کال د نیول شویو سیمو د حرکت وېره حتمي ده او زیاته کړې یې ده چې د مقاومت دوام په لوېدیځه غاړه کې د "سیستماتیکې نسل‌وژنې" پر وړاندې زموږ د خلکو غبرګون او انتخاب دی.

هغه دې ته اشاره وکړه چې اسرائیل "له یوې ستراتیژیکې ناکامۍ سره مخ شوی چې ډېر ژر به یې احساس کړي، ځکه چې دا به د هغو جنایتونو له امله چې ترسره کوي یې د مقاومت لپاره یو مصمم متحرک نسل رامنځته کړي."

د هغه څه په اړه چې هغه په لبنان، عراق او یمن کې د مقاومت جبهې وبللې، ابو عبیده وویل: "دا جبهې د بیت المقدس د ملاتړ لپاره متحدې شوي او زموږ د ملت اجتماعي وجدان له دې مقاومت سره اړخ لګوي."

دا لومړی ځل دی چې ابو عبیده د مې له وروستیو راهیسې راڅرګندېږي، کله چې هغه اعلان وکړ د غزې په شمالي برخه کې اسرائیلي ځواکونه په یوه کمین کې وژل شوي، ټپي شوي او نیول شوي دي. د هغه وينا په غزه کې د اسرائيلو له جګړې نهه مياشتې پوره شوې دي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

رویټرز د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خولې ویلي چې د تبادلې هر ډول معامله باید "موږ ته اجازه راکړي چې جګړې ته دوام ورکړو تر څو چې د جګړې ټول اهداف ترلاسه شوي نه وي."

نتنیاهو ټینګار وکړ چې د اسرائیلو لخوا تصویب شوی وړاندیز "د جګړې په اهدافو له جوړجاړي پرته د یرغمل شویو بېرته راستنېدو ته اجازه ورکوي."

نتنیاهو زیاته کړه چې دا تړون "باید له مصر سره د پولې په اوږدو کې حماس ته د وسلو د قاچاق اجازه ورنه کړي."

بینامین نتنیاهو د تړون له مخې "شمالي غزې ته د زرګونو وسله والو بېرته ستنېدل" رد کړل.

په داسې حال کې چې د نتنیاهو دفتر یو بیان خپور کړ: "هغه وړاندیز چې موږ تصویب کړ او د بایډن ملاتړ یې ترلاسه کړ موږ ته اجازه راکوي چې د جګړې پاتې اهدافو سره موافقت کولو پرته یرغمل شوي بېرته راوباسو."

په داسې حال کې چې د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لاپید له نتنیاهو وپوښتل: "د پارونکو بیانونو ګټه څه ده کله چې موږ د خبرو اترو په یوه مهمه شېبه کې یو چې د بندیانو ژوند پورې اړه لري؟"