بلېنکن: د اسرائیل او حزب الله تر منځ د اوربند لپاره روانو خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن، ویلي چې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د اوربند لپاره روانو خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی دی. امریکايي استازي په همدې لړ کې پرون له اسرائیلي چارواکو سره غږېدلي دي.
د اوربند له هڅو سره هممهال، پر لبنان اسرائیلي بریدونه هم روان دي، چې د لبناني چارواکو په وینا، په وروستیو څلرویشتو ساعتو پکې ۴۵ کسان وژل شوي دي. حزب الله هم د اسرائیلو پر شمالي سیمو نور توغندیز بریدونه کړي، چې د رپوټونو له مخې اووه کسان پکې وژل شوي دي.
انتوني بلېنکن یوه خبري غونډه کې وویل دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوار د ۱۷۰۱ شمېره پریکړه لیک له مخې دواړه لوري باید څه وکړي.
هغه زیاته کړه:
''موږ ډېرې جدي هڅې کوو او په دې کې مو پرمختګ هم کړی چې د امنیت شوار د ۱۷۰۱ شمېره پرېکړه له مخې څه کول په کار دي. دا به د روان کړکیچ دپلوماتیک حل لپاره بنسټ وي. دا مهمه ده چې اسرائیل او لبنان دواړه وضاحت ولري چې د یاد پرېکړه لیک د عملي کولو لپاره څه کول په کار دي، چې د حزب الله ځواکونه له سرحدي سیمو واېستل شي او د لبنان پوځ ځای پر ځای شي. په دې برخه کې پرمختګ شوی، خو لا هم ډېر کار پاتې دی، د اوربند په ګډون دا ګامونه د دیپلوماتیک حل لپاره مهم دي.''
په ورته مهال اسرائيلي ځواکونو یو ځل بیا په ختیځ کې پر لرغوني ښار بعلبک او سویل کې پر صور ښار بریدونه کړي دي. د لبنان روغتیايي چارواکي وايي په دې بریدونو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
اسرائیلو ویلي په دې بریدونو کې د حزب الله ډلې اړوند موخې په نښه کړي دي.
لبناني چارواکو پرون وویل په ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ تنو ته رسیدلی. په دې ډله کې اووه تنه د امبولانس کارکوونکي دې چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې وژل شوي.
د لبنان چارسمبالي لومړي وزیر نجیب میقاتي ویلي، دا سرائیلو له خوا خلکو له کورنو د اېستلو خبرداري جګړه ییز جرم دی. پر بعلبک ښار له برید وړاندې او د اسرائیلو له خبرداري وروسته شاوخوا پنځوس زره کسان له دې ښاره ووتل.
په روانه جګړه کې پر اسرائیل د حزب الله تر ټولو خونړی برید

د عکس سرچینه، AFP
حزب الله ډلې هم پر اسرائیل راکټي بریدونو ته دوام ورکړی. په یوه تازه برید کې چې پرون ناوخته یې د اسرائیلو پر شمال وکړ اووه تنه وژل شوي دي. دا له کله چې لبنان کې اسرائیلي ځواکونو عملیات پیل کړي د حزب الله له خوا تر ټولو مرګونی برید بلل شوی دی.
اخوا په غزه کې لاهم د اسرائیلو عملیات دوام لري. پرون سهار اسرائیلي الوتکو د غزې شمال کې د کمال عدوان پر روغتون برید وکړ. په دې برید کې د روغتون دوه کارکوونکي ژوبل شوي او یو شمېر روغتیايي توکي ویجاړ شوي دي چې پنځه ورځې وړاندې ملګرو ملتونو ورکړي وو. چارواکو ویلي له دې برید وروسته دوی نه شي کولی دې روغتون کې جراحي خدمات وړاندې کړي.
اسرائیلي وايي حماس روغتونونه کاروي، هغه ادعا چې حماس یې ردوي. اسرائیلي ځواکونو د اندونیزیا په نوم پر روغتون هم وسله وال برید کړی.
له بلې خوا له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې اونروا مشر ویلي په لویدیځه تړانګه کې اسرائیلي ځواکونو د دوی دفترونه په بلډوزرونو ویجاړ کړي دي.
فیلیپي لازاریني پر ایکس یوه بیان کې ویلي نور الشمس پنډغالي کې د دوی دفترونه د مرستو لپاره د مرکز په توګه کارېدل او له دې وروسته د کارولو وړ نه دي. د اسرائیلو پارلمان څو ورځې وړاندې له حماس سره د مرستې په تور د اونروا پر فعالیتونو محدودیت وضع کړ.

















