تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځانوژنې ته د هندۍ فلمي ستورې جیاخان پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ګناه بلل شوی
په هند کې د ممبۍ محکمې ځانوژنې ته د خپلې ملګرې فلمي ستورې جیاخان پر هڅولو تورن سورج پنچولي بې ګناه بللی دی.
د سيبيآی یا د هند د پلټنو مرکزي ادارې ځانګړې محکمې دا پرېکړه د جیاخان تر مرګ نږدې یوه لسیزه وروسته نن (جمعه) د اپرېل پر ۲۸مه اورولې ده.
شل کلنه جیاخان د ۲۰۱۳ کال د جون پر درېیمه په ممبۍ کې په خپل کور کې مړه موندل شوې وه.
هماغلته یې پر ملګري سورج پنچولي تور پورې شوی او نیول شوی و چې ګواکې ده هغه ځان وژنې ته هڅولې ده.
که څه هم ښاغلی پنچولي په ضمانت خوشی شوی و خو دا قضیه لا روانه وه او هغه پرې لګول شوي تورونه بې بنسټه بللي وو.
د یادولو ده چې جیا تر ځانوژنې مخکې یو شپږ مخیز لیک لیکلی و او د هماغه لیک پر بنسټ پولیسو ښاغلی پنچولي نیولی او قضیه یې رسمي کړې وه.
تر ځانوژنې مخکې جیا په لیک کې څه لیکلي وو؟
په لیک کې جیاخان لیکلي وو چې ګواکې له سورج پنچولي سره یې ژورې اړیکې لرلې او دا یې له رواني او بدني پلوه ځورولې ده چې بلاخره ځانوژنې ته مجبوره شوه.
په ۲۰۲۱ کې محکمې ویلي وو، د دې قضیې پلټنه د دوی په واک کې نه ده ځکه چې د هند د پلټنو مرکزي یا تر ټولو مخکښه تحقیقي اداره سيبيآی دا قضیه څاري.
د جیاخان مور رابعه خان د سيبيآی ځانګړې محکمې ته ویلي وو چې سورج له جیا سره ښه چلند نه کاوه او هغې ته به یې ناوړه کلمې کارولې.
مور یې په بیان کې دا خبره هم کړې وه چې ګواکې نه پولیسو او نه هم سيبيآی داسې شواهد راټول کړي زباد کړي هغې ځان وژلی دی.
د هنري ژوند لومړی او وروستی فلم
هندي الاصله امریکایۍ جیاخان په انګریزي ادبیاتو او وروسته د سینما په برخه کې زدکړې کړې وې.
جیاخان هله وځلېدله چې په ۲۰۰۷ کې یې له وتلي هندي فلمي ستوري امیتاب بچن سره په "نېشبد" فلم کې په مرکزي رول کې راڅرګنده شوه.
هغه مهال دا اتلس کلنه وه، د همدې فلم له کبله ایوارډ یا جایزه هم ورکړل شوه او په بالي ووډ یا هندي فلمي نړۍ کې یې ځانګړی نوم وګاټه.
وروسته یې له بل وتلي فلمي ستوري عامرخان سره په "ګجني" فللم کې کار وکړ. یو خوا دا فلم خورا مشهور شو او بلخوا یې د جیاخان شهرت هم سېوا کړ.
د جیان خان وروستی فلم "هاوس فُل" و چې له اکشې کمار سره یې ګډ کار پکې وکړ.