فوټبال نړیوال جام: فرانسه مراکش ته له ماتې ورکولو وروسته د سیالیو بل پړاو ته ورسېده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې د مراکش پر وړاندې د دوه صفر بریا پترلاسه کولو سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. دې سره فرانسه په پرلپسې ډول د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام نیمه پایلوبې پړاو ته رسېږي.

فرانسې په یوې سیالۍ کې چې مراکش پکې کلکه دفاعي مبارزه وکړه، د لوبې په دویمه نیمایي کې د دوو ګولونو په وهلو بریا خپله کړه.

کیلیان امباپې د لوبې په ۵۹مه دقیقه کې د فرانسې لپاره لومړی ګول وکړ او عثمان دمبله اووه دقیقې وروسته، په ۶۶مه دقیقه کې، دوهم ګول وواهه.

د فرانسې ستوري کیلیان امباپې د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د ګولونو او پاس‌ګولونو په برخه کې خپل اغېز نور هم زیات کړی او یو ځانګړی ریکارډ یې جوړ کړی دی.

امباپي اوس د پرلپسې دوو نړیوالو جامونو په ترڅ کې هر یوه کې له لسو زیاتو ګولونو کې ګډون ثبت کړي دي، د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالیو کې ۸ ګولونه او ۲ پاس‌ ګولونه او د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې ۸ ګولونه او ۳ پاس‌ ګولونه چې په ترتیب سره لس او ۱۱ ګولونو کې ښکېلتیا کېږي.

هغه له ۱۹۶۶ کال راهیسې لومړنی او یوازینی لوبغاړی دی چې په دوو بېلابېلو نړیوالو جامونو کې یې له لسو زیاتو ګولونو کې ګډون ثبت کړی دی.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د امباپې ۱۱ ګولیزې ونډې له ۱۹۷۰ کال راهیسې د یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو غوره شمېرل کېږي. تر دې وړاندې د جرمني افسانوي لوبغاړي ګرډ مولر په ۱۹۷۰ نړیوال جام کې ۱۰ ګولونه او ۳ پاس‌ګولونه (ټول ۱۳) ثبت کړي وو.

امباپې د دغو لاسته‌ راوړنو له لارې یو ځل بیا خپل نوم د نړیوال جام د تاریخ له سترو لوبغاړو سره یو ځای کړ.

مراکش، چې په تېر نړیوال جام کې نیمه ‌پایلوبې پړاو ته د رسېدو له لارې تاریخي لاسته ‌راوړنه کړې وه، په دې لوبه کې هم د منظمې دفاع له لارې هڅه وکړه د فرانسې بریدونه شنډ کړي، خو د پخوانۍ نړیوالۍ اتلې فرانسې بریدیز کیفیت د لوبې برخلیک وټاکه.

فرانسه به اوس په نیمه ‌پایلوبه کې د اسپانیا او بلجیم د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي او هڅه به وکړي چې فاینل ته د رسېدو له لارې خپلې وروستۍ بریاوې تکرارې کړي.