له شري لنکا سره په لوبو کې افغان لوبغاړي څرنګه ولوبېدل؟

د عکس سرچینه، ACB
د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کوربنې لوبډلې دوه یو وګټله، افغانستان په دې لوبو کې ۱۳ لوبغاړي وازمویل. دلته د هر لوبغاړي لوبې ارزول شوي دي.
له شري لنکا سره د افغانستان د درو لوبو لړۍ د افغان لړبغاړو لپاره خورا ښه پیل شوه. په لومړنۍ لوبه یې د شپږو لوبغاړو په شته والي او د څه باندې درې اوورونو په لرلو کوربانه مات کړل.
خو له هغې لوبې وروسته شري لنکا پرله پسې افغانستان له دوو لویو ماتیو سره مخامخ کړ. دلته د افغان لوبغاړو لوبو ته کتنه کوو او هر لوبغاړو ته د دوی له وړاندې کړې لوبې ته په کتو پواینټونه ورکوو:
رحمن ګربز ۴/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د هند په مخکښ شل اوریز لیګ، ای پي ایل کې له لوبېدو وروسته هیلې دا وې چې ګربز به په دې لوبلړۍ کې ښه لوبه وکړي.
که څه هم وېکټ ساتنه یې ښه وه، لږ تر لږه یو کمساری کېچ یې ونیوه خو په منډو کې یې تر ټولو ډېرې ۱۴ وې او په درېیو سیالیو کې یې یوازې د اتو منډو په اوسط ۲۴ منډې وکړای شوې.
ابراهیم ځدراڼ ۸/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
تېر کال چې د نړیوال جام د غوراوي په لوبو کې افغانستان شري لنکا سره لوبو ته راغلی و، په دوو سلیزو ابراهیم ځدراڼ د ډېرو پام ځان ته واړاوه.
په اوسنۍ لوبلړۍ کې یې هم ثابته کړه چې د باور وړ بټسمین دی، له تخنیکي پلوه پیاوړی او د تېز او ورو دواړو بالرانو په وړاندې چلېدونکی لوبغاړی دی.
په لومړنۍ لوبه کې یې ۹۸ منډې وکړې چې د بري لار یې پرانیسته، په دویمه لوبه کې یې هم پنځوسیزه وکړه، په دریمه کې په ۲۲ منډو د ده له سوځېدا وروسته ټوله لوبډله ونه شوای درېدلی.
ابراهیم ځدراڼ د ۵۸ منډو په اوسط ۱۷۴ منډې وکړې چې تر بل هر افغان ډېرې وې.
رحمت شاه ۶/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د ابراهیم ځدراڼ تر راڅرګندېدو وړاندې رحمت شاه د افغانستان په لوبغاړو کې یوازینی هغه ستوری و چې د ډېرو په ګومان له تخنیکي پلوه په لوبډله کې کمساری و.
دی د افغانستان یوازینی لوبغاړی و چې دې لوبلړۍ ته تر راتګ وړاندې یې په یو ورځنیو لوبو کې تر درې زره منډو ډېرې لرلې.
که څه هم یوه پنځوسیزه یې وکړه خو په درو لوبو کې د ۳۲ په اوسط ۹۸ منډې تر هغه ډېرې لږ وې چې مینه والو یې ترې هیله لرله.
حشمت شهیدي ۶/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
پر حشمت شهیدي پخوا دا نیوکه وه چې په یو ورځنیو لوبو کې یې د منډو سرعت کم دی.
د لوبډلمشرۍ له مسوولیت وروسته یې پر دغه برخه کار ډېر وکړ، که څه هم په دې لوبلړۍ کې یې د منډو سرعت بد نه و خو د ۳۳ په اوسطو یوې پنځوسیزې ۹۹ منډې کافي نه وې چې دا سریز وګټي او جام ورسره پورته کړي.
د لوبډلمشرۍ پر تاکتیکونو یې هم نیوکه وشوه چې تر ډېره اټکلېدونکی و، بالېنګ یې ډېر بدلاوه رابدلاوه نه، او له شته بالرانو ورهاخوا یې په نورو کسانو له رحمت شاه یا خپله بالېڼګ ونه کړ چې له دودیز حالته به بدلون وای.
نجیب ځدراڼ ۳/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان په تجربه لرونکو بټسمینانو کې تر ټولو لږ وځلېد. په درو لوبو کې یې د ۹.۵ په اوسط یوازې ۱۹ منډې وکړې.
د ده د مینه والو یوه ګیله به پخوا تل دا وه چې نجیب د پای اوورونو ته را ایستل کېږي، په دې توګه د لوبې ښه موقع نه مومي ،په دې لوبلړۍ کې ده په دویمه او دریمه لوبه کې د ډېرو اوورونو د لوبېدا چانس لاره خو ګټه یې ترې پورته نه کړای شوای.
د تېزو بالرانو پر وړاندې یې د پښو حرکت نه لاره او نور هم داسې نه ښکارېده چې ګواکې ډاډه دې وي.
محمد نبي ۶/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د ۲۶ منډو په اوسط یې په درېیو پاڼیو کې ۵۲ منډې وکړې، د لومړنۍ لوبې په ګټلو کې یې رول لاره او په درېیمه کې یې اوټ کېدل د بالر تر کمال د لوبڅار پر خواخوږۍ ډېر ولاړ و.
بېټینګ کې یې که څه هم د ډېرو منډو لوبه ونه کړه خو ډاډه ښکارېد، په بالېنګ کې یې درې کسه وسوځول.
عظمت الله عمرزی ۴/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
په منډو کې یوازې یو نوبت ور ورسېد چې په دویمه لوبه کې و، وخت ورسره ډېر و خو بل لور ته لوبغاړي نه و پاتې، ۲۸ منډې یې وکړې خو یو وار بیا ولیدل شول چې ده په نړیوالو لوبو کې ملي لوبډلې سره په بېټینګ کې هغسې وړتیا نه ده ښوولې چې هیله ترې کېږي. په بالېنګ کې یې هم یوازې یوه ویکټه واخیسته.
عظمت الله عمرزی په لوبډله کې د کریم جنت او ګلبدین نایب ځای ناستی دی، د ډېرو سترګې ورته دي، که څه هم بالېنګ یې ورځ تر ورځې ښه کېږي خو لا یې هم هغه وړتیا نه ده ښوولې چې هیله یې ترې کېږي.
راشد خان ۳/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
په لومړنیو دوو لوبو کې نه و، په دریمه کې یې د بېټینګ ښه موقع لرله خو یوازې دوې منډې یې وکړې، په بالېنګ کې یوازې ده ته نه بلکې ټولو بالرانو ته ګرانه وه چې د ۱۱۶ منډو ساتنه وکړي.
ګلبدین نایب ۵/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د راشد خان غوندې ګلبدین هم یوازې یوه لوبه وکړه. د منډو پر وخت بل ملګری ورسره پاتې نه و ځان یې اړ باله چې تېزه لوبه وکړي.
۲۰ منډې یې وکړې او د شري لنکا یوازینی اوټ شوی لوبغاړی هم د ده په بالېنګ ناستځای ته ستون شو.
مجیب الرحمن ۶/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
په بالېنګ کې مجیب تر ډېره داسې ښکارېده لکه د پخوا خو یوازې دوې وېکټې یې واخیستې، په بېټینګ کې یې دوه نوبته وموندل چې بې له کومې منډې پکې وسوځېد.
نور احمد ۴/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
له ای پي ایل او د راشد خان له ټپي کېدو وروسته د ډېرو هیله دا وه چې نور احمد به په دې لوبلړۍ کې ځلېږي.
که څه هم د لومړۍ او دویمې لوبې په وروستیو لسو اوورونو کې نور احمد ښه بالېنګ وکړ، د ده په بالېنګ کېچ هم ولوېد خو په منځویو اوورونو کې د ده کنټرول هغسې نه و چې پکار و، په بېټنګ کې یې یوازې درې منډې وکړې او ویکټې یې یوازې دوې په برخه شوې.
فرید ملک ۵/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
د فرید ملک په انتخاب د افغانستان ډېر مینه وال خوښ نه وو.
د ده د بالېنګ سرعت له ۱۳۰ کېلومتره پورته نه شو او د بال سوېنګ کولو یا خوځولو وړتیا یې هم ونه لرله، خو تر ټولو افغان بالرانو بیا هم د ویکټو له مخې بریالی و. ده څلور کسه وسوځول چې تر بل هر افغان بالر ډېرې وېکټې وې. په وروستۍ لوبه کې یې ۱۳ ناسوځېدلې منډې هم په برخه شوې.
فضل الحق فاروقي ۳/۱۰

د عکس سرچینه، ACB
له راشد خان وروسته په بالېنګ کې د افغان مینه والو سترګې تر ډېره فضل حق فاروقي ته وي.
ده تېر کال تر ۱۴۰ کیلومتره چټک بالېنګ کاوه خو په دې لوبلړۍ کې یې سرعت ۱۳۶ یوازې دوه درې ځله واوښت. فیلډینګ یې هم ډېر کمزوری و، یو اسان کېچ یې وغورځاوه او څو ځله یې توپ پرېښود.
داسې ښکارېده چې یا ډېر ستړی دی او یا یې هم فېټنیس هغسې نه دی چې نړیوالو لوبو کې پکار وي. ده په درېیو لوبو کې یوازې دوه وېکټې واخیستې.




















