امریکا: پر ښځو محدودیتونه ټول افغانستان ته زیان اړوي؛ مجاهد وايي "امریکا د افغان ښځو له غمه نه ده مړه"

USA

د عکس سرچینه، SECRETARY ANTONY BLIKKEN

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند زبیح الله مجاهد د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د هغو څرګندونو په ځواب کې چې "پر ښځو محدودیتونه ټول افغانستان ته زیان اړوي" ويلي، امریکا د افغانانو او افغانو ښځو سره خواخوږي نه لري او خپلې ګټې لټوي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي: "د افغانستان قضیه امریکا پوړې اړه نه لري، د ښځو حقونه دلته خوندي دي او که خوندي هم نه وي افغانستان پخپله هغې ته رسیدګي کوي او دا موضوع د افغانانو موضوع ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا ارز ویلي، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان د ظرفیت کچه راټیټه کړې ده.

انتوني بلېنکن چې د افغان ښځو په تړاو یې یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللې او دغه هېواد کې یې د اقتصادي ودې برخه کې د ښځو پر ونډه ټینګار کړی دی.

د افغان ښځو په تړاو دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبه د فبرورۍ پر ۲۷تمه افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان د بشر حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري سره په ګډې همغږۍ جوړه کړې وه.

په دغه غونډه کې چې د "افغانستان کې د ښځو اقتصادي ودې ځواکمنتیا خوځښت" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، یو شمېر افغان ښځو هم ګډون کړی و.

غونډه کې د افغانستان اقتصادي وده کې د ښځو پر ونډې سربېره د دوی کار او زده کړو ته پر لاسرسي هم خبرې شوې دي.

USA

د عکس سرچینه، SECRETARY ANTONY BLIKKEN

ښاغلی بلېنکن ویلي، که ښځو ته د کار او زدکړو اجازه ورکړل شوې وای ګټه یې ټول هېواد ته رسېده.

د هغه په ټکو: "ښځو به د خپلو کورنیو دسترخوانونو ته ډوډۍ ګټله او د افغانستان اقتصاد ته یې هم د میلیونونه ډالرو ډېره ګټه رسوله."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر همدا راز ټینګار کړی، اقتصادي فرصتونه د تلپاتې سولې او دوامداره امنیت لپاره یو شرط دی او "د طالبانو له خوا پر ښځو محدودیتونه د ټول افغانستان په زیان دي."

د افغانستان د بشر حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپله ټوېټر پاڼه د غونډې له وینا والو مننه کړې چې د افغان ښځو ملاتړ یې کړی.

آغلې امیري لیکلي: " د افغان ښځو او نجونو د حقونو برخه کې ستاسې له قاطع ملاتړه مننه. لکه څنګه چې تاسې اشاره وکړه د نړۍ په کچه ټول باید د افغان ښځو ملاتړ وکړو چې خپل حقونه ترلاسه کړي."

د ۲۰۲۱ کال اګسټ وروسته چې طالبانو د افغانستان واګې په لاس کې اخیستي دغه هېواد له اقتصادي پلوه زیانمن شوی چې د نړیوالو اندېښنې یې زیاتې کړي.

پر ښځو د محدودیتونو له امله ګڼو مرستندویه بنسټونو افغانستان سره خپلې مرستې هم بندې کړي چې د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی.

USA

د عکس سرچینه، SECRETARY ANTONY BLIKKEN

طالبانو د زدکړو تر څنګ په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان اوس مهال له سخت بشري ناورین سره مخ دی او دا کړکېچ وروسته له هغې لاپسې پراخ شو، چې له ګاونډيو هېوادونو په سلګونه زره افغان ګډوالو په زور را واېستل شول.

خبرپاڼه زیاتوي: "دا راستانه شوي کډوال د کار، سرپناه، طبي توکو خوړو او اوبو کمښت سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم پرون سه شنبه د فبرورۍ پر ۲۷مه د افغانستان په تړاو غونډه کړې وه.

دغه غونډه کې ویل شوي، افغانستان کې د طالبانو جنسیتي تبعیض په کلکه غندي، د بشر حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کوي او په هر سیاسي بهیر کې د ښځو پر ونډه ټینګار کوي.