د ایران ولسمشر پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران ولسمشر د پاکستاني لومړي وزیر په بلنه دې هېواد ته دوه ورځنی سفر کړی دی.
له تهران څخه له وتلو مخکې، مسعود پزشکیان وویل، چې له اسرائیلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې،"پاکستان دا یرغل په کلکه وغانده او اعلان یې وکړ، چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او همدارنګه د ایران حکومت او ملت لپاره به هر ډول اړین ملاتړ چمتو کړي، چې د ستاینې وړ دی."
پاکستان د ۱۲ ورځنۍ جګړې په بهیر کې پر اسرائیلو سختې نیوکې کړې وې.
اوس، د ایران ولسمشر، د دې ملاتړ ستاینې کولو سره ویلي دي، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې له یو بل سره سوداګریزې راکړې ورکړې ۱۰ میلیارد ډالرو ته په کال کې لوړې کړي.
دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د ښاغلي پزشکیان لومړنی رسمي سفر دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي محمد رضا بهرامي د دې سفر لومړیتوبونه "امنیت او اقتصاد" وبلل.

د عکس سرچینه، IRNA
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې ایران،"نږدې ملګری او ګاونډی هېواد او زموږ ورور دی.
موږ د کړکیچونو کمولو او د ستونزو لپاره د دیپلوماتیک حل لارو په برخه کې د مثبت رول لوبولو ته ژمن یوو.
موږ چمتو یوو، چې دا رول ولوبوو او دې رول ته به ادامه ورکو."
دا سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، پاکستان د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د نامستقیمې ښکېلتیا په لړ کې د اسانتیا لپاره یو ارام خو مخ په زیاتیدونکی رول لوبوي او د اسلام اباد او تهران ترمنځ اړېکې په وروستیو میاشتو کې نږدې شوې دي.
شهباز شریف هم سږ کال د غبرګولې په میاشت کې ایران ته سفر وکړ.
تهران ته د ښاغلي شریف د سفر په بهیر کې هغه د ولسمشر او د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای سره ولیدل.
ښاغلي شریف تهران ته د خپل سفر په بهیر کې ویلي و، چې پاکستان د ایران د "د اتومي انرژۍ د سوله ییزې کارونې" حق ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د کچې د لوړولو غوښتنه یې وکړه.





















