مدهوبالا: د هند فلمي لوبغاړې چې د پاکستان لومړی وزیر 'ذولفقار علي بوټو' هم پرې مین و

مدهو بالا

د عکس سرچینه، MANJUL PUBLISHING HOUSE

د خپرېدو وخت

آیا پر دې پوهېدئ چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو د هند سینما د نوموتې لوبغاړې مدهو بالا له مینانو و.

د ۱۹۵۰ مو کلونو سینمايي لوبغاړې مدهو بالا میلیونونه مینه وال درلودل. هغه ډېره ښکلې او ښه هنرمنده وه.

د 'فلم فېئر' مجلې د ۱۹۹۳ کال نظرپوښتنې له مخې مدهوبالا د هندي سینما تر ټولو ښکلې ښځینه لوبغاړې وه.

هندۍ سینما دغه فلمي لوبغاړې ډېری مهال د هالیووډ سینما له تر ټولو ښکلې ښځینه لوبغاړې مرلین مونرو سره پرتله کېږي.

د دوی دواړو زړه وړونکې ښکلا د ډېرو پام ځان ته ور اړولی و او یوه مشترکه وجه یې دا هم وه چې دواړو یوازې ۳۶ کاله عمر وکړ.

هغو خلکو چې مدهوبالا یې له نژدې لیدلې وه، د هغې د ښکلا ډېر صفتونه یې کول.

منو ممتاز یو ځل ویلي وو چې "د هغې څېره دومره رڼه وه چې که پان یې خوړلی وای، رنګ به یې کښته په ستوني کې له ورایه ښکاره شوی و. "

شمي کپور هم ورته خبره کړې وه چې ګواکې اوبه به یې په ستوني کې ښکارېدې.

مدهوبالا د هند سینما کې ګڼ مینان درلودل خو د پاکستان پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو هم پرې مین و.

بوټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ذوالفقارعلي بوټو د مور 'بېنظر بوټو' له اړخه د پاکستان د بهرنیو چارو اوسني وزیر 'بلاول بوټو زرداري' نیکه و

لږ خلک به خبر وي چې د ذوالفقار علي بوټو کورنۍ پخوا د بمبی یا اوسنۍ ممبی په ورلي سیمه کې سمندرغاړې ته نژدې یوه پرتمینه بنګله درلودله.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او ولسمشر ذوالفقارعلي بوټو به د ۱۹۵۴ او ۱۹۵۸ کلونو ترمنځ کله ناکله دغه کور ته ورته. په داسې حال کې چې ټوله کورنۍ یې په پاکستان کې مېشته وه.

دا هغه موده ده چې په بمبيي کې د مُغل اعظم فلم شوټنګ یا فلمبرداري ترسره کېده.

ویل کېږي د مدهوبالا له خوا یوه لپسنګ کېدونکې سندره د ذوالفقار علي بوټو دومره خوښېدله چې هره ورځ به یې د صحنې لیدو ته ورته.

له مدهوبالا سره یې د واده مسله کې هم ډېر جدي و او یوه ورځ یې ان د غرمنۍ پر مهال وریاده کړې هم وه، خو رد ځواب يې ترلاسه کړی و.

دا مهال هېچا فکر نه کاوه چې ذوالفقار دې یوه ورځ د پاکستان ولسمشر او بیا لومړی وزیر شي.

ذوالفقار علي بوټو د پاکستان د مخکینې لومړۍ وزېرې بېنظر بوټو پلار او د مور له اړخه د دغه هېواد د بهرنیو چارو اوسني وزیر بلاول بوټو زرداري نیکه و.‌

د چین یو لومړی وزیر چو انلای، پېژندل شوی پاکستانی شاعر فیض احمد فیض، مشهور ایټالیوی فلم جوړوونکی روبرتو روسولیني او د لارنس آف عربیا فلم جوړوونکی ډېوېډ لین هم له هغو کسانو ول چې د مُغل اعظم فلم شوټنګ یې کوت.

عکس

د عکس سرچینه، MADHUR BHUSHAN

د عکس تشریح، د مدهوبالا اصلي نوم ممتاز و او د ۱۹۳۳ کال د فبرورۍ پر ۱۴مه (د مینانو پر ورځ) ډیلي کې زېږېدلې وه

مدهوبالا په ۱۹۵۰ کال کې یو ناڅاپه ناروغه شوه. له روغتیايي معایناتو وروسته جوته شوه چې زړه یې سوری دی. هغه مهال په هند کې د زړه عملیات ګران و. مدهوبالا خپله ناروغي له ټولو پټه کړه او په فلمونو کې یې کار کولو ته دوام ورکړ.

په ۱۹۵۴ کال کې یې چې په چنای کې یوه فلم ته شوټنګ یا فلمبرداري کوله، یو ناڅاپه یې له خولې وینې توی کړې او له دې سره یې د ناروغۍ خبر خپور شو.

د هندي سینما مشهور لوبغاړی دیلیپ کومار هم په موهوبالا ګیر و او د واده ریباري یې ترې کړې وه. خو د مدهوبالا پلار فکر کاوه چې دیلیپ کومار د ده تر لور ډېر مشر دی.

د یادونې ده چې د موهو بالا د کورنۍ په اړه ویل کېږي چې دوی هم د دیلیپ کمار او شاهرخ خان په څېر په خټه پښتانه او د پېښور د قصه خوانې اصلي اوسېدونکي دي او پلار یې عطاالله خان پر هند د بریتانیا د واکمنۍ پر مهال دغلته د امپریال تمباکو کمپنۍ کارکوونکی و.

کله چې مدهوبالا پوه شوه له دیلیپ کومار سره یې واده نه کېږي نو له کیشور کومار سره یې واده وکړ.

هند

د عکس سرچینه، MANJUL PUBLISHING HOUSE

کله چې دیلیپ کومار له سایره بانو سره واده وکړ، نو مدهوبالا پیغام ور واستوه چې غواړي ورسره وګوري.

دیلیپ کومار چې یې لیدو ته ورغی، دا ډېره ناتوانه شوې وه، او په ټیټ غږ یې ورته وویل چې "زموږ شهزاده، خپله شهزادګۍ موندلې ده. زه ډېره خوښه یم."

مدهوبالا ۳۶ کلنه وه چې مړه شوه. کله چې خاورو ته سپارل کېدله، دیلیپ کومار په مدراس کې د فلم شوټنګ کې بوخت و.

هغه چې کله بمبيي ته ورسېد مدهوبالا خاورو ته سپارل شوې وه.

دیلیپ کومار له هوايي ډګره نېغ په نېغه هدیرې ته ولاړ او یوازې همدومره یې وکړای شول چې د دې ښکلې فلمي لوبغاړې د نورو مینانو او مینه والو په څېر یې، پر قبر ګلان کېږدي.