پېښور کې د دليپ کمار او راج کپور د کورونو بيه وټاکل شوه

د عکس سرچینه، SAIRA BANO
د خيبر پښتونخوا حکومت په پېښور کي د دوو مشهورو هندي فلمي ستورو دليپ کمار او راج کپور د کورونو بيه ټاکلې ده او له دې وروسته به يې د پېرلو چارې پيل شي.
دغه کورونه چې اوس ډېر زيانمن شوي د ملي ميراث ګرځولو وروسته صوبايي حکومت يې د خوندي ساتلو پرېکړه کړې وه.
دليپ کمار او راج کپور د ماشومتوب څه برخه پېښور کې تېره کړې ده، کورونه يې تراوسه د ځايي وګړو ملکيت دی چې د خيبرپښتونخوا حکومت غواړي له پېرلو وروسته دلته ميوزيم جوړ کړي.
د خيبر پښتونخوا حکومت به د دليپ کمار د کور اخستلو لپاره شاوخوا پنځوس زره ډالر او د راج کپور د کور لپاره شاوخوا ۹۳ زره ډالره ادا کوي.
د خيبر پښتونخوا د لرغونو اثارو ادارې صوبايي حکومت ته د دغو کورونو د بيې پريکولو لپاره د شل ميليونه پاکستانيو روپو د جاري کولو غوښتنه کړې ده.
د راج کپور کور چې د کپور حويلۍ په نامه يادېږي د ۱۹۱۸ او ۱۹۲۲ ميلادي کلونو تر منځ د هغه پلار د پېښور په مشهوره سيمه قيصه خوانۍ بازار کې جوړ کړی وو.
همدغه راز د دليپ کمار کور چې نژدې سل کاله زوړ تاريخ لري هم په قيصه خواني بازار کې موقعيت لري.

د عکس سرچینه، SHAKIL WAHIDULLAH
د کپور حويلي څښتن علی قادر حکومتي سرچينو ته ويلي چي نوموړي د دې کور ورانول نه غوښتل او څو ځله د اړونده ادارې سره د دې تاريخي اثارو د خوندي کولو لپاره اړيکه نيولې وه.
د راج کپور زامن رشي کپور او ششي کپور يو ځل پاکستان ته په سفر پر مهال پېښور ته تللي وو او هلته يې د کپور حويلۍڅخه ليدنه هم کړې وه.
همدا ډول دليپ کمار هم په ۱۹۸۸ کال پېښور کې خپل کور ته ورغلی و.


















