د بشري حقونو ټلوالې پر طالبانو د مطیع الله ویسا په ګډون د نیول شویو ټولو فعالانو خوشي کولو غږ کړی

د عکس سرچینه، TWITTER/MATIULLAH WESA
د بښنې د نړیوال سازمان په ګډن د بشري حقونو د بنسټونو یوې ټلوالې له طالبانو غوښتي چې زر تر زره نیول شوي فعالان او خبریالان خوشي کړي او د بشري حقونو د مدافعو فعالانو له ځورولو او نیولو لاس واخلي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د بشري حقونو د ننګه کوونکو نهو مخکښو نړیوالو بنسټونو ټلوالې په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو د سیستماتیک ځور او نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د نیول شوو خبریالانو او فعالانو د خوشي کولو غوښتنه يې کړې.
د دغې ټلوالې ویناپاڼې د افغان لاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي، د هموطن غږ په نامه فرهنګي هنري بنسټ د بنسټګر سید محمد حسيني، د زده کړو د برخې د فعال مطیع الله ویسا او شاهر او لیکوال کاظم اميني ځانګړې یادونه شوې او د دوی د خوشي کېدو غوښتنه شوې.
دغې ټلوالې له طالب چارواکو غوښتي چې سملاسي او له شرط پرته نیولي فعالان خوشي کړي او د دوی ځای ځایګی وښيي. دوی له طالبانو غوښتي چې دا تضمین هم ورکړي چې نیول شوي کسان به نه ربړول کېږي او ناوړه چلند به نه ورسره کېږي.
دغه ټلواله چې تېر کال اعلان شوه، د دوی په وینا په افغانستان کې "ناوړه بشري وضعیت" څاري، د بشري حقونو خوندیتوب ډاډمنوي او د دې هڅه به کوي چې له دغو حقونو سرغړونکو سره حساب کتاب وشي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان د بشري حقونو دغه ټلواله کې د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافع بنسټ، د ازادۍ کور، فریډم نو، د بشري حقونو د څار اداره، مډرې (MADRE)، د ربړې د مخنیوي نړیوال سازمان (OMCT) او د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوال لیګ (WILPF) شامل دي.
د بښنې نړیوالې ټولنې په خپل وروستي کلني رپوټ کې ویلي و چې د طالبانو کړنو په افغانستان کې د ویرې فضا حاکمه کړې ده.
یاد سازمان مخکې هم د ښاغلي ویسا د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم، چې په بهر کې فعالیت کوي د بښنې د نړیوال سازمان د یاد راپور د هرکلي تر څنګ له طالبانو غوښتي وو چې نیول شوي فرهنګي او مدني فعالان دې ژر تر ژره خوشي کړي.
طالبانو لا دغو غوښتنو او ریپوټونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم د دغو نیونو په تړاو توضیحات ورکړي، یوازې د زدکړو د ننګې د فعال مطیع الله ویسا د نیولو په اړه يې ویلي وو چې هغه په ناقانونه فعالیتونو بوخت و.





















