د مخکېنۍ ولسي جرګې یوه غړې "مرسل نبي زاده" کابل کې وژل شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د مخکني جمهوري دولت ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازې 'مرسل نبي زاده' نن یکشنبه (د جنورۍ ۱۵مه) کابل کې وژل شوې ده.‌

رپوټونو کې ویل شوي چې ناپېژانده وسله وال د کابل احمدشاه بابا مېنه کې د اغلې نبي زاده کور ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.‌

د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند 'خالد ځدراڼ'رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي "د دولسمې حوزې اړوند احمدشاه بابا سیمه کې یوه پخوانۍ وکیله مرسل نبي زاده د خپل یو تن ساتونکي سره یو ځای په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوې او یو ورور یې ټپي شوی دی."

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او امنیتي ځواکونو جدي هڅې پیل کړې چې د پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د مخکینۍ ولسي جرګې د استازو د پېژندګلوۍ پاڼه کې راغلي چې مرسل نبي زاده اصلآ د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ ده خو په وروستیو کلونو کې کابل کې اوسېده.‌

هغه د ولسي جرګې اوولسمه دوره کې د کابل خلکو استازې او د دفاعي کمېسیون منشۍ وه.

اغلې نبي زاده د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغانستان کې پاتې وه او وخت ناوخت یې ځايي تلویزیونونو او رسنیو سره بحثونو او پروګرامونو کې برخه هم اخیسته.