تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سره صلیب ویلي، د بودیجې لږوالي له کبله افغانستان کې د ۲۵ روغتیايي مرکزونو ملاتړ دروي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د بودیجې د کمي له امله په افغانستان د پنځه ویشت روغتونونو او روغتیاي مرکزنو ملاتړ د دې میاشتې تر پایه دروي.
د سره صلیب یوه چارواکي ویلي، د اوږدې مودې لپاره د مالي سرچینو د نشتوالي له کبله نشي کولی، په افغانستان کې د دغو روغتونونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
سره صلیب هغه مهال د افغانستان د دغو مهمو روغتونونوملاتړ ته اوږه ورکړه چې دغه هیواد کې اقتصادي ناورین ټول بنسټونه وځپل او د نړیوالو مرستو له لږوالي سره د افغانستان روغتیايي سیسټم له لړزان حالت سره مخ شو.
د افغانستان د روغتیايي اډانې لپاره په ناوړه اقتصادي حالت کې ښايي یو لړزونکی خبر وي چې د سره صلیب نړیواله کېیټه وايي، د روانې زېږدیزې میاشتې اګسټ تر پایه د ۲۵ روغتونونو مالي ملاتړ دروي.
د ای سي ار سي یا د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند دیوګو اکانترا وايي "له دولتي وزارتونو او نادولتي مرستندویه ټولنو سره په سلا مشوره د یوه اوږد مهاله بنسټي ملاتړ په لټه خپلو هڅو ته دوام ورکوو."
څلور میاشتې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و ددغه بنسټ مشرتابه د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو بودیجه کې ۴۷۵ میلیونه ډالره کمښت راوړی چې له مخې به یې دوی افغانستان کې خپلې ځېنې چارې پڅوي او یا ځنډوي.
سره صلیب ویلي دا حالت له هغه وروسته رامخې ته شو چې په نړیواله کچه سور صلیب د بودیجې له کمي سره مخ شو.
د ۲۰۲۲ کال په جون کې هغه مهال چې د افغانستان روغتیاي اډانه د ماتېدو له ګواښ سره مخ وه سره صلیب ددغو روغتونونو مالي ملاتړ پیل کړ.
درې اونۍ وړ اندې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویلي و چې د سره صلیب کمېټه هیواد کې له یو شمېر روغتونونو سره روان مالي ملاتړ دروي.
د طالبانو حکومت چارواکو پر بدیلو لارو د غور خبره هم کوله څه چې تر اوسه لا مالومه نه ده څوک به د دغو لویو روغتونونو مالي ملاتړ ته را مخې ته شي.