طالبان وايي، راتلونکی کال به یې د پوځیانو شمېر ۱۷۰ زرو ته ورسېږي

د عکس سرچینه، mod taliban
د طالبانو د حکومت لوی درستیز فصیح الدین فطرت ادعا کړې، چې د طالبانو پوځ اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي.
هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه پوځ ددې جوګه دی چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي .
طالبانو په تېر یوه نیم کال کې د خپلو پوځیانو د شمېر په لوړولو کار کړی.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې، د طالبانو حکومت په چټکۍ د پخواني افغان پوځ له امکاناتو په ګټې د نوي پوځ جوړونې چارې روانې ساتلې.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې ویلي و، د خپل پوځ شمېر به زیاتوي.
د هماغه کال په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته د طالبانو دفاع وزارت وویل، د پوځ شمېر یې اوس شاوخوا ۱۵۰ زرو کسانو ته رسېدلی او که اړتیا ولیدل شي دا شمېر ښایي زیات شي.
د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي چې د پوځ د معیاري کولو دنده ور تر غاړې ده، د ۲۰۲۲ کال په اګست کې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، د پوځ سرتېري یې ټول طالبان نه دي.

















