اسلام اباد کې د دوو افغان کډوالو ځانوژنه؛ احتجاج کوونکي د ستونزو حل غوښتنه کوي

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو په یوه اعتراضي غونډه کې ادعا کړې چې د افغان کډوالو په منځ کې د ځانوژنې وروستۍ پېښې "د ملګرو ملتونو سازمان د کم کارۍ له امله دي."
دغه اعتراضي ناسته داسې مهال په پاکستان کې وشوه چې په تېره یوه میاشت کې دوه افغان کډوالو دغلته ځانوژنه وکړه.
افغان معترض کډوال ادعا کوي چې یادو افغانانو د اقتصادي ستونزو، د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او بې برخلیکۍ د فشارونو له امله ځانوژنه کړې ده.
احتجاج کوونکو چې "موږ وژغورئ لیک دړې یې په لاسونو کې نیولې وې، په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې په کم کارۍ تورنه کړه؛ هغه څه چې د دغو معترضانو په باور د "دوو افغانانو د ځان وژنې اصلي لامل دی".
د یادې اعتراضي غونډې یوه ګډونواله مونسه مبارز وايي، "هغه کډوال چې کار نه لري، عاید نه لري، نړیوال بنسټونه پام ورته ونه کړي، نه خپل هېواد ته تلی شي او نه له پاکستانه بل هېواد ته وتلی شي، نو له ځانوژنې پرته بله حل لاره نه ور پاتې کېږی."
دا وايي، "موږ له هغو نړیوالو ادارو څخه چې غیرسیاسي او بشری ماموریتونه لري، غواړو چې د بشر او انسان په توګه په اسلام اباد کې د افغان کډوالو ستونزو ته پام وکړي.»
د تېرې میاشتې په پیل کې په اسلام اباد کې یوه افغان کډوال خپل ځان له شپږم پوړه وغورځاوه او دوهم یې چې یو ۲۴ کلن ځوان و، تېره اوونۍ په اسلام اباد کې "ځانوژنه" کړې ده.
په اسلام اباد کې د اعتراضي غونډې د ګډونوالو په وینا یادو دواړو افغان کډوالو "د اقتصادي ستونزو، د پاکستاني پولیسو د فشارونو، بې برخلیکۍ او د ویزو ترلاسه کولو له پروسې د ناهیلیو له امله ځانوژنه کړې ده. "
یوه بله معترضه مولوده توانا وايي، "په افغانستان کې د جمهوریت له پاشل کېدو وروسته د یو لړ مجبوریتونو او ګواښونو له مخې زیات شمېر افغانانو خپل هېواد پرېښود. په هوس او خوشحالۍ مو خپل هېواد نه دی پرېښي او پاکستان ته نه یو را کډوال شوي."
نوموړې زياتوي، "د ملګرو ملتونو سازمان نه پاملرنه او کم کاري د دې لامل شوه چې ځینې افغانان ځانوژنه وکړي. هغه هېوادونه چې کډوال مني، د افغانستان په ځانګړي ډول په درېیمو هېوادونو کې د افغان کډوالو قضیې ورته د درک وړ دي، نو موږ له دغو هېوادونو هیله کوو چې د کډوالو د منلو په معیارونو کې بدلون راولي او هغو کسانو ته ویزې ور کړي چې واقعا په شرایطو برابر دي."
یادو معترضانو د ملګرو ملتونو له سازمانه وغوښتل چې نور په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت له پامه ونه غورځوي او د دوی ستونزو د حل لارو پیدا کولو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د ګواښونو او تعقیب له وېرې پاکستان ته کډوال شوي او هلته یې یو شمېر اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو لپاره د ویزو غوښتنه کړې ده.
دغه کډوال په پاکستان کې د امنیتي چارواکو د خپلسرو نیونو، زنداني کېدو، لوټلو او بېرته افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه افغان کډوال چې اکثرو سره یې مالی منابع هم خلاصي شوي، تر سختو اقتصادي او رواني فشارونو لاندې په اسلام اباد کې ژوند کوي.
د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان د جون شلمې یا د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت یوه رپوټ کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو 'خپلسره نیول او ځورول' بند کړي.
دغه سازمان ویلي و دغه افغانان د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي او پاکستان ته یې پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي پاتې.





















