"له ۲۰۱۴ راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰۰ ماشومان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي، د مرستو کمښت د مړینو کچه لا لوړوي"

د عکس سرچینه، EPA
"سېف دې چېلډرېن" یا د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې ویلي، د کډوالۍ د نړیوال سازمان 'ای او اېم' د معلوماتو یوه څېړنه ښيي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې لږ تر لږه ۴،۰۴۴ ماشومان د کډوالۍ پر لارو مړه شوي، چې ډېری یې د جګړو، لوږې او اقلیمي بدلون له امله تښتېدلي وو.
یاده مؤسسه وايي، له ۲۰۱۴ راهیسې لږ تر لږه ۴،۰۰۰ ماشومان د خوندي ځای موندلو په هڅه کې مړه شوي او نژدې نیمايي یې په اوبو کې ډوب شوي او اوس د مرستو د بندېدو له کبله وېره دا ده چې د کډوالۍ څپې بیا بیا ډېرې او وژونکې شي.
د سېف دې چېلډرېن" وايي، د څېړنې له مخې، ماشومان د مرګ له پلوه تر ټولو ډېر د مدیترانې سمندر له لارې، له افغانستان نه تر ایران د کډوالۍ لاره او د مکسیکو او امریکا ترمنځ پوله کې له خطرونو سره مخامخ شوي.
نژدې نیمايي ماشومان د ډوبېدو له امله مړه شوي او لږ تر لږه هر اووم ماشوم د موټر د پېښو یا خطرناکو ترانسپورت شرایطو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ماشومانو د حقونو دغه اداره وايي، د تازه مرستو د کمښت له امله د میلیونونو ماشومانو لپاره د روغتیا، تغذيې، روزګار او زدکړو پروګرامونه له خطر سره مخامخ شوي، چې ښایي لا ډېر ماشومان د خپل ژوند ژغورلو په موخه اوږدو، خطرناکو او مرګونو لارو ته مخه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس مهال د نړۍ بېلابېل حکومتونه د بهرنۍ مرستې بودیجې کموي او شاوخوا ۴۰ هېوادونه په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې د دغې ناڅاپي پرېکړې له امله اغېزمن شوي دي.
د سېف دې چېلډرېن د کډوالۍ د پالیسۍ مشره دانییلا ریاله، وايي:
"د کډوالۍ لارې ورځ تر بلې د ماشومانو لپاره په هدیره بدلېږي. په تېرو لسو کلونو کې، له ۴،۰۰۰ ډېرو ماشومانو - چې موږ یې معلومات لرو، د جګړې، لوږې، اقلیمي ټکانونو او مرګ څخه د خلاصون او د ښه راتلونکي لپاره د سفر پر مهال - خپل ژوند له لاسه ورکړی."
نوموړې زیاتوي اوس د بهرنیو مرستو پر ځای ځايي حکومتونه باید د خپلو وګړو د ژوند خوندي کولو لپاره لاس په کار شي:
"دا حیرانوونکی شمېر یوازې هغه ماشومان ښيي چې جسدونه یې موندل شوي، پېژندل شوي او د ماشومانو په توګه ثبت شوي دي. اصلي شمېر له دې ډېر لوړېدی شي او تر هغه به دا شمېر زیاتېږي، چې حکومتونه هغه مرستې پرې کوي چې د کډوالۍ د اصلي لاملونو د حل لپاره ضروري دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د دانییلا ریاله په وینا، "که ماشومانو ته اساسي روغتیا، خواړه، زدکړه، یا ساتنه ورنه کړل شي، نور ماشومان به هم مجبوره شي چې ځانونه خطرناکو اوبو او مرګوني لارو ته واچوي، د دې لپاره چې یو خوندي ځای یا د ماشومانو بنسټیز حقونه ومومي. که ماشومان او کورنۍ یې دې ډول مهلکو سفرونو ته اړ شي، نو نور به هم مري."
سېو ده چېلډرېن مؤسسه له نړیوالو مشرانو، شریکانو او مرستندویانو غواړي چې د ماشومانو او د هغوی د راتلونکې لپاره مالي پانګونه وکړي. سره له دې چې د بهرنۍ مرستې د پرې کېدو پرېکړې بشري برخه اغېزمنه کړې، بیا هم دا مهمه ده چې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړل شي او سیستم اصلاح شي تر څو ماشومانو ته ښه خدمت وشي.
دغه اداره له ټولو حکومتونو غواړي چې د کډوالو ماشومانو په اړه لا ډېر او دقیق معلومات راټول کړي، په ځانګړي ډول د هغوی د روغتیا، زدکړو، خوندیتوب او مړینې په اړه. دوی وايي، دا معلومات به د ماشومانو د اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.
د ماشومانو د خوندیتوب (سېو ده چېلډرېن) مؤسسه له څو لسیزو راهیسې په هغو هېوادونو کې چې خلک ترې کډوالېږي، پروګرامونه پلي کوي چې د غیر منظمې کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، د ماشومانو خوندیتوب ټینګ کړي، او د قاچاق او ناوړه ګټې اخیستې پر وړاندې خوندیتوب تأمین کړي.





















