پاکستان پوځ وايي، په دېره اسماعیل خان کې د دوی تښتول شوی افسر خوشی شوی دی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي- اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
پاکستان پوځ وايي، د دوی یو لوړپوړی افسر چې څو ورځې مخکې په دېره اسماعیل خان سیمه کې وسله والو تښتولی و، خوشی شوی دی.
د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار په دې هکله وايي، لفټنټ کرنل (ډګرمن) خالد امیر د ده دوه وروڼه او د دوی یو خوریی چې د دېره اسماعیل خان له کلاچۍ سیمې وسله والو تښتولي وو، بې قید او شرطه خوشي شوي دي.
د پوځ په بیان کې ویل شوي، کرنل امیر او ورسره تښتول شوی کسان د ځايي مخورو په منځګړیتوب خوشي شوي دي. له دې مخکې پر خواله رسنیو یوه ویډیو لاس په لاس کېده، چې د ادعا له مخې کرنل خالد پکې وايي، دوی پاکستاني طالبانو تښتولي دي.
نوموړي له حکومته غوښتنه کوله، چې د طالبانو غوښتنې دې ومني، چې دوی خوشي شي.
د دې غوښتنو په هکله ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ځينو سرچينو ويلي و چې دې غوښتنو کې مالي تاوان او د ځيني زنداني طالب وسله والو خوشي کول شامل دي.
د يادونې ده چې د دېره اسماعيل خان په ګډون د خېبرپښتونخوا ايالت ډېری سويلي سيمو کې له تېرې څه مودې راهيسې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ د سړي تښتونو پېښې هم زياتې شوې دي.
د روان کال په اپریل کې نامعلومو وسله والو له دېره اسماعیل خان سیمې یو قاضي هم تښتولی و، چې وروسته بیا خوشی شو.
حکومتي چارواکو هغه مهال ویلي و، چې یاد قاضي له کوم شرط منلو پرته خوشی شوی دی، خو هغه حکومتي ادعا هم نه ده تائید شوې.
د رپوټونو له مخې لفټنټ کرنل (ډګرمن) امیر له اسلام اباده د پلار په جنازه کې د ګډون لپاره کلي ته راغلی و او په جومات کې له وروڼو سره فاتحې ته ناست و، چې د اګست پر ۲۸مه د وسله والو ډله ورپسې جومات ته راغلې او له ځان سره یې بوتلل.
په دېره اسماعیل خان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو (سي ډي ټي) په رپوټ کې د دې پېښې په هکله ویل شوي و ''پر چارشنبه کلیوال په جومات کې د فاتحې لپاره یو ځای شوي وو، چې وسله وال جومات ته ورننوتل او کرنل امیر، د هغه وروڼه اصف امیر، فهد امیر او د دوی یو خپلوان ابرار یې د وسلې په زور له ځان سره نامعلوم لور ته بوتلل.''
د امنیتي ځواکونو په رپوټ کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ګنډه پور ډله د دې تښتونې مسووله بلل شوې وه.
کرنل خالد امیر څوک دی؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
ځايي اوسېدونکو د تښتول شویو کسانو په هکله بي بي سي ته ویلي و، د پاکستاني پوځ کرنل خالد امیر تر څنګ د ده یو ورور اصف خان چې د پوځي مېشت ځای (کنټونمنټ) ادارې یو چارواکی دی، یو بل ورور یې فهد خان دی، چې په یوه دولتي اداره کې دنده لري او یو خوریی یې هم تښتول شویو کسانو کې شامل دی، چې د یوه ښوونځي ښوونکی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، درې سره تښتول شوي وروڼه د یوه مخکیني ښوونکي امیر خان زامن دي، چې له دې پېښې یوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې مړ شوی و.
بي بي سي ته ویل شوي، چې دا کورنۍ په اسلام اباد کې مېشته ده او پلرنۍ سیمې ته د امیر خان له مړینې وروسته د تدفین او جنازې لپاره راغلي وو.
د یادونې ده، چې کلاچي د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور او پولیسو مشر اختر حیات خان هم پلرنۍ سیمه ده، چې یوه لور ته یې سویلي وزیرستان او بل لور یې د بلوچستان صوبې پوله ده.
د خیبر پښتونخوا په سویلي سیمو کې دا وروستیو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې او د پوځي افسر تښتول کېدو په رپوټ کې هم د مدعي له قوله ویل شوي و، چې په اوسني وضعیت کې دا د ترهګریو پېښو د لړۍ یوه کړۍ ده او ''موږ له هېچا سره دښمني نه لرو.''





















