د 'افغانستان ملي مقاومت جبهه' کې اختلافات؛ د انحصار او فساد تورونه پرې لګول شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان ملي مقاومت په نامه جبهې ته نژدې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د احمد مسعود په مشرۍ دا ډله د خپلمنځیو اختلافاتو له کبله د پاشل کېدو له ګواښ سره مخامخ ده.

دې سرچینې ادعا کړې چې دا ډله له ډېره وخته له یوې خوا د جبهې د مشر د کورنۍ له خوا د ډلې پر واک د نیواک او له بلې خوا د فساد له ننګونو سره لاس او ګرېوان ده.

دا ادعا په داسې وخت کې شوې چې څو ورځې وړاندې د مقاومت جبهې یوه مخکښ غړي ویلي وو چې په دې ډله کې به ژر د بنسټیزو بدلونونو اعلان وشي.

د طالبانو د مخالفې دغې ډلې چې ځان ته د ملي مقاومت جبهه وايي، ویاند صبغت الله احمدي دوه ورځې وړاندې له خپلې دندې لاس پر سر شو.

نوموړي په دې ډله کې انحصار د خپل دې ګام لامل ګڼلی.

ښاغلي احمدي په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي، انحصار یوه بده پدیده ده،‌ نو توپیر نه کوي چې د طالبانو د انحصار رنګ دې ولري او که نه.‌

نوموړی په څرګنده دا نه وايي چې د انحصار له ټکي یې موخه څه ده.‌ صبغت الله احمدي د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې په نامه د طالبانو ددغې مخالفې ډلې د جوړېدو له هماغو لومړنیو ورځو ورسره و.

بل لوري ته دغې جبهې ته نژدې یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته منلې چې پر واک د احمد مسعود د کورنۍ انحصار او بیا له بله اړخه فساد دغه ډله د پاشل کېدو له خطر سره مخامخ کړې ده.

خو ددغې طالب مخالفې جبهې استازی د واک د انحصار او د فساد تورونه بې‌بنسټه بولي.

د چارو څارونکي بیا وايي دغه ډله او په خپله احمد مسعود چې د اوڅارو طالب مخالفو سیاسي او پوځي شخصیتونو په یو موټي کولو کې پاتې راغلي، له سختو نیوکو سره مخ دي.

منتقدین وايي، دا ډله تر اوسه نه ده توانېدلې چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په تړاو یوه اجماع رامنځ ته کړي.

منتقدینو دا ګوتنیونه هم کړې چې د ملي مقاومت په جوړښت او ناستو کې د افغانستان د نورو قومونو مشران نه تر سترګو کېږي.

وړاندې هم د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور په څېر ځینې طالب مخالفې او وتلې سیاسي څېرې چې د احمد مسعود پلار احمد شاه مسعود ته نژدې بلل کېدې، ددغې جبهې پر څرنګوالي او کړنو نیوکې کړې وې.

ملي مقاومت جبه ادعا کوي چې سلګونه وسله وال یې افغانستان کې د طالبانو پرضد جنګېږي. په پنجشېر او اندرابونو کې یې پر طالبانو د بریدونو پړه هم منلې.

خو طالبان بیا وايي پر ټول افغانستان ولکه لري او څوک یې د ځواکونو د ننګولو وړتیا نه لري.