د طالبانو د سیاسي مخالفانو یوه شورا د "لنډ مهالي حکومت او رسمي دفتر" د جوړېدو غوښتنه کوي

د خپرېدو وخت

"د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت" په نامه شورا، چې له یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د مخکېني افغان حکومت له یو شمېر جلاوطنه چارواکو جوړه ده، د نوي لمریز کال په مناسبت یو ه طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې د خبرو لپاره د طالبانو حاضرېدو په تړاو پر هغوی د فشار پر راوستو ټینګار شوی دی.

په دې طرحه کې دغه راز په افغانستان کې دوو کلو لپاره د یوه ''انتقالي حکومت پر جوړولو" او په بهر کې د رسمي سیاسي دفتر پر پرانیستلو هم ټینګار شوی دی.

طالبانو ددوی دغې طرحې په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې دغه شورا او طرحې یې بې ارزښته بللې دي.

یونس قانوني چې یو سیاسي او جهادي دی او په تېر کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس هم پاتې شوی د دغې غونډې مشري کوله.

نوموي وویل:"نن نوی کال پر همدې نوي پیغام پیلوو."

د دغی شورا په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلی چې"د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې اساسي قانون او نور مدني قوانین ختم شوي او پر ځای صحرایي محکمې او د طالبانو غوښتنو ا و صلیقو له مخې د خلکو برخلیک ټاکل کېږي"

دا مشران په جلا وطنۍ کې وايي"افغانستان کې بشري ناورین د طالبانو د واکمنۍ په پایله کې رامنځته شوی دی."

په پرونۍ انلاین غونډه کې د "ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو ګډون نه و کړی.

د دغې شورا په غونډه کې تر ټولو مهمه پوښتنه چې نن راپورته شوه، دا وه چې که طالبان خبرو ته کیني نو څه اقدامات به وکړي.

داسې حال کې چې طالبانو له دې وړاندې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو په اړه د تېر حکومت له چارواکو او سیاسي څېرو سره هر ډول خبرو ته ناسته رد کړې او له دوی یوازې دا غواړي چې هېواد کې خپل عادي ژوند ته راستانه شي.

د دې شورا تر څنګ د ملي مقاومت جبهه هم د طالبانو خلاف پر فعالیتونو لګیا دي چې مشري یې احمد مسعود کوي.

د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت" په نامه جبهې چې د طالبانو پر ضد جنګېږي، په تېر سپتمبر کې د خپل کلني فعاليت راپور خپور کړ.

د ملي مقاومت جبهه په دغه رپورټ کې ویلي و، د دوی شمېر درې زرو کسانو ته رسېږي چې په کې ولسي پاڅونوال، د پخوانیو جهادي ډلو غړي، پوځیان او پولیس شته.

د دوی په وینا، وسله وال یې په پنځو ولایتونو کې په جګړې بوخت دي.

دوی د تېر کال په وروستیو کې ادعا کړې چې په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۷۰۰ طالب جنګیالي وژلي او د دوی له خوا بیا کابو ۱۲۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت بیا بیا په افغانستان کې د مقاومت په نامه د جبهې شتون بابیزه ګڼلې او لوړپوړو چارواکو یې په خپلو ویناو کې ویلي، د افغانستان پر ټولو سیمو بشپړه واکمني لري.

د جمهوریت تر پرځېدو او واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په شمالي ولایتونو کې د وسله والې ډلې په منسجمولو بوخت و، کله چې طالبانو پنجشیر نیوه د ملي مقاومت په نامه جبهه معرفي شوه.