تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لنډیز: څوک به له ازادۍ وروسته د سکاټلنډ تبعه وي؟
د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف په یوه خپلواک سکاټلنډ کې د تابعیت درلودو لپاره پلان جوړ کړی دی.
دا وړاندیزونه د " نوي سکاټلنډ جوړول "په نوم یوې مجله کې چاپ شوي دي.
ښاغلی یوسف وايي، چې هڅه کوي د تابعیت غوښتنې اړوند د بریتانیا اوسني سیستم پرتله داسې یو نوی سیستم رامنځ ته کړي، چې په خبره یې په عدالت ولاړ وي او تابعیت غوښتونکو ته په غوره ډول ښه راغلاست وویل شي.
د سکاټلنډ دولتي خبرپاڼه وايي، دا له خپلواکۍ وروسته د تابعیت غوښتلو غوره مډل دی.
ایا زه به د سکاټلنډ تبعه وم/شم؟
سکاټلنډ کې د خپلواکۍ رامنځ ته کېدو پر مهال که تاسې د بریتانیا تبعه وئ او په سکاټلنډ کې مو ژوند کاوه نو تاسو د سکاټلنډ د تابعیت مستحق یاستئ.
همدا حق هغو کسانو ته هم ورکول کېږي، چې په سکاټلنډ کې زيږېدلي وي.
په یاده لیکنه کې شوي وړاندیزونه ښيي، چې د یادو شویو همدې دوو حالتو لرونکي کسان پرته له کوم رسمي بهیر یا غوښتنې څخه د سکاټلنډ وګړی ګڼل کېږي او د اوسېدونکو لپاره د شته چوپړونو مستحق کېږئ.
که تاسو په سکاټلنډ کې ژوند نه کوئ خو ستاسو مور یا پلار د بریتانیا تابعت ولري او تاسې په سکاټلنډ کې زیږېدلي وئ، تاسې هم د سکاټلنډ د تابعیت مستحق یاستئ.
یا دا چې پخوا مو سکاټلنډ کې لس کاله ژوند کړی وي یا مو د ماشومتوب پنځه کال هالته تېر کړي وي نو تاسې د سکاټلنډ د تابعیت حقداره یئ.
نور ځوانان چې د تابعیت هیله ولري، نو د هغې مودې ارزونه به یې کېږي چې سکاټلنډ کې یې تېره کړې وي.
په دې ډول قضیو کې تاسو باید خدماتو ته د لاسرسي لپاره د خپل مستحق توب ثبوت وړاندې کړئ.
په دې لیکنه کې دا هم راغلي، هغه وګړي چې نه غواړي په اتومات/ خپل سري ډول د سکاټلنډ اوسېدونکي شي هغوی د انصراف حق لري.
که زه د برتانیا تبعه نه وم بیا به څه کړم؟
د ایرلنډ هغه وګړي، چې سکاټلنډ کې اوسېږي د تابعیت حق لري.
ټول هغه ماشومان چې له بېلابېلو ملتونو څخه وروړل شوي وي او سکاټلنډ کې ژوند کوي هغوی هم د تابعیت حق لري.
د نورو هېوادونو وګړي، چې له ۵ کلونو راهیسې یې سکاټلنډ ته کډه شوي وي او لږ تر لږه ۱۲ میاشتې یې هالته ژوند کړی وي هغه هم د سکاټلنډ د تابعیت مستحق کېږي.
دا پدې مانا ده، چې د یادو شرایطو کسان له وېزې پرته په سکاټلنډ کې د ژوند کولو او کار کولو حق لري.
زما پاسپورټ به څنګه کېږي؟
خپره شوې لیکنه کې راغلي، چې د سکاټلنډ اتباع به له خپلواکۍ وروسته د سکاټلنډ نوی پاسپورت ولري.
د انګلنډ اوسني پاسپورتونه به د خپل اعتبار وخت تر پایه په سکاټلنډ کې د باور وړ وي.
د نوي پاسپورټ لپاره د غوښتنلیک پروسه به هماغه وي لکه څنګه چې اوس مهال د انګلنډ پاسپورټ لپاره شتون لري.
همدارنګه د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف ویلي، چې نوي پاسپورټونه به په هغه رنګ وي، کوم چې له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتو مخکې یې درلود.
ایا زه کولی شم چې د سکاټلنډ تابعیت پرته په خپلواک سکاټلنډ کې کار وکړم او ژوند وکړم؟
لیکنه کې راغلي، سکاټلنډ به په همدې حال پاتې شي یعنې د انګلنډ او ایرلنډ وګړي به له کوم محدودیت پرته هلته د کار اجازه ولري.
همدارنګه د سکاټلنډ وګړي به د بریتانیا په ټولو ټاپوګانو کې ورته حقونه ولري.
دې لیکنه کې دا یادونه هم شوې چې سکاټلنډ له خپلواکۍ وروسته بېرته د اروپايي ټولنې غړی کېږي او د سکاټلنډ وګړي به د اروپايي ټولنې اتباع وي.
دا به دوی او د دوی کورنیو ته اجازه ورکړي، چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادنو کې په ازاده توګه د ژوند، کار او تعلیم حق ولري.
له راتلونکو نسلونو سره به څه کېږي؟
هغه ماشومان، چې په سکاټلنډ کې له خپلواکۍ وروسته زېږي په اتوماتيک ډول به د سکاټلنډ اتباع وي البته که د دوی مور یا پلار د سکاټلنډ، انګلنډ یا ایرلنډ تبعه وي.
د سکاټلنډ له خپلواکۍ وروسته نوي زیږېدلي ماشومان به هم د سکاټلنډ تبعه وي خو که کورنۍ یې د سکاټلنډ د کډوالۍ قانون پر بنسټ هلته مېشته شوې وي.
همدارنګه که کوم ماشوم چې له سکاټلنډ څخه بهر نړۍ ته راځي هغه هم د سکاټلنډ تبعه ګڼل کېږي خو که مور یا پلار یې د سکاټلنډ تابعیت ولري.