تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن شمال کې پر یوه ښځه د برید له کبله یوه افغان کډوال ته د زندان سزا ورکړل شوې
د لندن شمال کې یو افغان پر یوه ښځه د برید له کبله په درو کلونو او یوه میاشت زندان محکوم شوی دی.
د لندن پولیسو د دې سړي نوم ګل ولي ستانکزی یاد کړی دی. د کور کامرې پر ځوانې ښځې د دې سړي د برید شېبه ثبت کړې ده.
د لندن شمال کې د پولیسو یوه مشره جیکوب ایرز ویلي: "ستانکزي په وحشیانه توګه پر یوې یوازې ښځې په کوڅه کې له کوم دلیل پرته برید کړی. دا برید زړه بوږنوونکي تاوتریخوالی دی".
له نېکه مرغه یوه سړي د کور ور پرانیستی او قرباني شوې ښځه یې کور ته بېولې ده، خو ستانکزی بیا وروسته د دوی پر کور هم برید کړی.
وروسته تر هغه چې تورن بریدګر له صحنې تښتېدلی او تری تم شوی، د لندن پولیسو د بریدګر نیول پخپل "لومړیتوب" کې راوستي دي.
یاده ښځه چې د شاوخوا ۲۰ کلونو ښکاري، پر سړک روانه وه او پخپل ټیلیفون کې غږېدله، سړی په بايسکل سپور و او هغه یې څارله او ښځه یې د تېښتې پرمهال تر کوره څارلې ده.
د عیني شاهدانو او وېډیوګانو په مټ دا سړی د مارچ پر لومړۍ نېټه نیول شوی. د لندن پولیسو ویلي، ددې برید انګیزه "ناڅرګنده" ده.
په لندن کې محکمې د فبرورۍ پر ۲۶مه یادې دوسیې ته د رسېدنې لپاره محاکمه جوړه کړې ده.
د یاد کور کامرې په انځورونو کې ښکاري چې د دغه کور زنګ يې وهلی او سړي په سوک وهلې ده.
له نېکه مرغه کور کې ښځې ته پنا ورکړل شوې.
کله چې د ښځې یو خپلوان سیمې ته رسېدلی، بریدګر پر هغه هم برید کړی او بیا تښتېدلی.
یاده ښځه او د کورنۍ یو نارینه غړی یې چې ټپیان وو، روغتون ته وړل شوي.
پولیس وايي، د کور د څښتن موټر او کور ته د "زرګونو پونډو" تاوان اوښتی.
ښاغلي ستانکزي د برید د انګیزې په اړه محکمه کې څه ونه ویل، خو پرې لګول شوي تورونه یې ومنل.
د لندن هارو کې محکمې د پنجشنبې پر ورځ (جولای ۶مه) ګل ولي ستانکزی په درو کلونو او یوې میاشتې بند محکوم کړ.