خیبر پښتونخوا کې ورښتونو ۲۸ تنه وژلي لسګونه ټپیان دي

د عکس سرچینه، Rescue 1122
له خیبر پښتونخوا نه رپوټونه وايي، چې د خالي (شنبې) په ورځ د ورښتونو او سیلۍ له کبله ۲۸ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
ازاد خبریال سلمان یوسفزی وايي، طبیعي پېښو ته د رسېدو او مرستې ادارې پي دي اېم ای په وینا، ورښتونو او سیلۍ په بنو کې ۱۵، لکي مروت کې پنځه، کرک کې څلور او ډېره اسماعیل خان کې یو تن وژلی دی.
د ژوبلو شویو خلکو شمېر تر ۶۰ ډېر ښودل شوی دی.
د دغې ادارې په معلوماتو کې راغلي چې بنو کې تر سلو ډېر مالونه د توپان او باران له کبله مړه شوي او شاوخوا اویا ودانیو ته ته هم زیان اړولی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، باران او سیلۍ تر ټولو ډېر مالي او ځان زیان بنو او لکي مروت کې اړولی.
ددغې ادارې مشر ډاکتر خطیر احمد ویلي، لکي مروت او بنو کې د ودانیو د زیانمېدو پېښې هم رامنځ ته شوې او مرستندویه ډلې د اغېزمنو شویو لاسنیوي ته لاس په کار شوي دي.
دی وايي، ټپیان شوي خلک نژدې روغتونونو ته وړل شوي او د مړو د ډېرېدو شونتیا هم شته.
بله خوا، د خیبر پښتونخوا لنډ مهاله وزیر اعلی اعظم خان د باران او سیلۍ له کبله د خلکو پر ځاني تلفاتو غمشریکي ښودلې ده او اغېزمنو شویو سیمو ته یې د چټکو مرستو رسولو امر کړی دی.

د عکس سرچینه، ALKHIDMAT FOUNDATION
ښاغلي اعظم خان په یوه بیان کې ویلي، لنډمهاله حکومت له ځپل شویو خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او له دوی سره د مرستو لپاره جدي ګامونه اخلي.
پاکستان کې موسمي بارانونه ډېر کله عامو خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو اړولو لامل ګرځي.
تېر کال، د پاکستان سېلابونو څه باندې ۳۳ میلیونه خلک اغېزمن کړي وو او شاوخوا ۱۵ سوه کسان یې ووژل.
ملګري ملتونه او حکومتي چارواکي د سېلابونو اصلي لامل اقلیمي بدلون یاد کړی و.
پاکستاني چارواکو ویلي وو، وروستیو سېلابونو دغه هېواد ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی چې د بیارغونې چارې به یې کلونه وخت وغواړي.
د دغه هېواد مالي چارواکو دا هم ویلي وو چې سېلابونو او د پشکال سختو بارانونو پاکستان ته تر ۳۰ میلیارد ډالرو مالي زیانونه رسولي دي.
ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت په ګډه په دغه هېواد د تېر کال سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د څه باندې ۸۰۰ میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.





















