په لبنان کې څه تېرېږي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د حزب‌الله مشرتابه ژمنه کړې ده چې د اسرائیل پر وړاندې به خپلې جګړې ته دوام ورکوي. دا له هغې راهيسې چې مشر یې، حسن نصرالله د اسرائیلو په هوايي برید کې ووژل شو، د دې ډلې لومړی ټلویزیوني پیغام دی.

د حزب‌الله مرستیال مشر نعیم قاسم ویلي ډېر ژر به خپل نوی مشر وټاکي. دا پیغام داسې مهال خپرېږي چې اسرائیلي پوځ دې سیمه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله اورلا ګارېن د لبنان له بېکا درې دا رپوټ لري، خو پام مو وي چې ځینې برخې یې ښايي خواشینوونکې وي.