تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دايکندي کې د داعش مرګونی بريد؛ "يوه اوونۍ وروسته لا هم پر کلي د وېرې فضا خپره ده"
- Author, خليل نوري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان په مرکزي ولايت دایکندي کې د داعش له مرګونې برید یوه اوونۍ وروسته، د دغو قربانيانو يوه خپلوان بي بي سي ته ويلي، له پېښې وروسته پر کلې لا هم د "وېرې او وحشت فضا خپره ده."
د دایکندي او غور ترمنځ دې شوې پیښه کې د داعش غړو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي، چې هزاره ګان و درولي او ډزې يې پرې کړې وې چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي وو.
د قربانيانو يو خپلوان چې په امنیتي دلایلو نه غواړي نوم یې څرګند شي وايي د قرودال کلي لا هم وېره خپره ده او کلیوال هر شېبه په دې اندېښنه کې وي چې ګواکې بل برید کېدونکی دی. دی وايي حالت داسې دی ته وا ټول مړه شوي دي.
په دغه کلي کې ۴۸ کورنۍ ژوند کوي او اوس یې نژدې نیمايي د کور نارینه مشر نلري.
په وژلو شویو کې یو علي حسین و چې ۴۵ کاله عمر یې درلود. له هغه دولس ماشومان پاتې دي چې تر ټول مشر یې ۱۵ او کشر اولاد یې څلور کلن دی.
د هغه څلور خوریي هم په همدې پېښه کې وژل شوي. نور علي لس ماشومان، اسحاق پنځه او محمد حسین دوه ماشومان لرل.
د پېښې نور قربانیان هم د دوی خپلوان او کلیوال دي.
په دغه پېښه کې ټپي شوي څلور کسان لا هم د دایکندي په روغتون کې دي. د یوه د پښې د پرې کېدو شونتیا شته. دوی ټول د کربلا له زیارته د ستنې شوې یوې جوړې هرکلي ته روان وو خو غور ولایت ته پر لاره د څلورو وسلوالو لخوا چې ځانونه یې امنیتي پر سونل پېژندلي درول شوي او د اسنادو د ارزونې او عکس اخیستو په پلمه یې په یوه لیکه کې درولي او بیا یې پر ډزې کړې دي.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په ګډون د طالبانو یو پلاوی سیمې ته تللی او د قربانیانو له خپلوانو سره یې خبرو کې د بریدګرو د نیولو او ورته د سزا ورکولو ژمنه کړې. داعش د دغې پېښې پړه په غاړه اخیستې وه.
خو د سیمې اوسېدونکي له طالب چارواکو د سیمې د امنیت ټینګولو غوښتنه کوي د قرودال دغه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل د کلي ماشومانو سخت ټکان خوړلی او مشران هم وېرېدلي دي. دی وايي که امنیت ته یې پام ونشي نو کلیوال به یوه خوندي ځای ته "کوچېدو" ته اړ شي.