"اسرائیلي بمباریو غزه کې ۲۵۰ زره استوګنیز کورونه ویجاړ او زیانمن کړي"

غزه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،
د خپرېدو وخت

په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه کې د اوښتو زیانونو مرکزي ادارې ویلي، چې اسرائیلي بمباریو غزه تړاډه کې له ۴۰۰ زره استوګنیزو کورونو ۲۵۰ زره یې ځینې بشپړ یا تر یوه حده ویجاړ او زیانمن کړي او هلته ۷۰ سلنه روغتونونه له کاره لوېدلي دي.

د فلسطین تلوېزیون د دغې ادارې د مشر حسام خلیفه له خولې ویلي، تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۵ زرو او ۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

له درې ورځنیو سختو بمباریو وروسته اسرائیلي ځمکني ځواکونه د غزې سوېل لوري ته خوځېدلي دي. اسرائیلي رسنیو ویلي، چې اسرائیلي پوځ د خان یونس شمال کې ځمکني عملیات ‌پیل کړي دي.

غزه

د عکس سرچینه، EPA

د اسرائیلو د پوځ د عامه اړیکو مشر هرټزل هلیفي ویلي، د غزې تړاډې شمال کې مو سخته جګړه وکړه او اوس د تراډې جنوب وار دی.

په قدس کې د بي بي سي خبریال جیریمي بوین وايي، اسرائیلي ځواکونه د غزې جنوب د خان یونس ښار چم ګاونډ ته ننوتلي دي.

رپوټونه وايي‌ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې سلګونه کسان په تازه بمباریو کې وژل شوي دي.

هممهاله ملګري ملتونه وايي،‌ په غزه کې د ولسي خلکو حالت "کړکېچ" ته رسېدلی دی. په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کاپ ۲۸ له غونډې نه د بشري حقونو د برخې مشر فلېپو ګرانډي‌ وویل، "په غزه کې خلک یوې داسې کوچنۍ سیمې ته ټیل وهل کېږي چې له وړاندې وړه سیمه ده."

نوموړي له لنډمهالي اوربند وروسته د جګړو پر بیا پيل خواشیني‌ وښوده. هغه پر دې هم اندېښمن دی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به څه کېږي.

د ویډیو تشریح، پر غزې بريدونه؛ اسرائیلو جګړې ته یو ځل بيا زور ورکړی

اسرائيلي پوځ په سوېلي خان یویس سیمه کې نورو فلسطينیانو ته هم د سیمې د پرېښودو امرونه کړي. دوی په غزه کې په ګڼ مېشتو استوګن سیمو هم درنې بمبارۍ کړې.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې په غزه کې د خلکو لپاره سخته ده چې د اسرائیل دغه امرونه پر وخت پر ځای کړي، ځکه چې هم انټرنېټ ته او هم برېښنا ته لاسرسی ډېر محدود دی.

اسرائيل په دغو سیمو کې پر ګڼ مېشتو استوګن ځایونو هم درانه ګوزارونه کړي چې د اسرائيل د لومړي وزیر یوه سلاکار بي بي سي ته ویلي په دغې سیمه کې يې د حماس پټنځایونه په نښه کړي.

مارک رېګېف وايي، "په تېره بیا د خان یونس په دغو برخو کې د حماس ستر پوځي بنسټونه دي او مهم قوماندانان يې هم هلته دي او موږ په دوی پسې ورځوو."

خو له دې وړاندې آن د اسرائیلو د تر ټولو پیاوړي ملاتړي امریکا چارواکو هم په غزه کې د ملکي وګړو ځور ویجاړوونکی بللی و.

"په هرو پنځو کې یو بې کوره شوی"

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا حارث ویلي، وار له مخه ډېر زیات فلسطينیان وژل شوي. د امریکا د دفاع وزیر لویېډ اسټین هم د ملکیانو خوندي کول اخلاقي مسؤولیت بللی و.

په غزه کې بشري ناورین هم اندېښمنوونکی دی. هلته روغتونونه هم له بیروبار او د توکو او درملو له کمي سره مخ دي. د خوړو او اوبو کمی هم ځوروونکی بلل شوی.

که څه هم پرون شنبې له مصر څخه په لومړنیو توکو بار شاوخوا سل لارۍ غزې ته ننوتلې خو مرستندوی بنسټونه ټینګار کوي چې دا په هېڅ ډول بسنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو تازه اټکل ښيي چې په غزه تراړه کې له هرو پنځو وګړو يو یې بې کوره شوی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د غزې له ۲.۲ ميلیونه وګړو شاوخوا ۱.۸ میلیونه بې کوره او بې ځایه شوي دي.

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال غوښتنه

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

بلخوا د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال ويلي، په غزه کې باید ملکي وګړو ته له هر ډول ځنډ پرته خوړو، اوبو او درملو ته لاسرسی ورکړل شي.

کریم خان تازه د هغو اسرائيلي وګړو په بلنه اشغال شوې لوېدیځې غاړې ته ورغلی و، چې د اکتوبر په اوومه یې د حماس بريد کې خپلوان وژل شوي او تښتول شوي.

کریم خان وژنې او تښتونې داسې جدي نړیوال جرایم بللي چې د بشريت وجدان يې لړزولی. خو هغه په لویدیځه اشغالي غاړه کې پر فلسطيني ملکيانو د اسرائيلو د بریدونو د عاجل درېدو غوښتنه هم کړې.