نژدې نيمه پېړۍ په تېروتنه بندي کس خوشي شوی

د خپرېدو وخت

د امریکا په اوکلاهوما ايالت کې کې يوې قاضۍ هغه کس له بنده ازاد کړی چې په ۱۹۷۴ کې د وژنې په تور نژدې نيمه پېړۍ په زندان کې و. دا د امریکا په تاريخ کې په تېروتنه تر ټولو اوږده د بند سزا بلل کېږي.

دغه کس چې ګلېن سايمونز نومېږي ۷۰ کاله عمر لري او وروسته له هغه خوشي شو چې يوه قاضي د نوې محاکمې امر وکړ. خو يوه ځايي څارنوال د دوشنبې په ورځ وويل، د نوې محاکمې لپاره کافي شواهد نشته او بيا د سې شنبې په ورځ يوې قاضۍ اېمي پالمبو ښاغلی سايمونز بې ګناه اعلان کړ.

اغلې پالمبو په خپل حکم کې لیکلي، "محکمې د روښانه او قانع کوونکو شواهدو په بنسټ موندلې چې ښاغلي سايمونز هغه جرم چې له امله يې په بند محکوم شوی، نه دی ترسره کړی...."

د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس په وينا ښاغلي سايمونز د محکمې له پرېکړې وروسته خبريالانو ته وويل، دا د مقاومت او استقامت درس دی، چا ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو ته ووايي، (د پرېکړې بدلون) شوني نه دي، ځکه دا واقعا شونی دي."

ښاغلی سايمونز د يوې مېرمنې کارولين سو راجرز د وژنې په تور ۴۸ کاله او ۱۸ ورځې په بند کې تېرې کړې. اغلې راجرز د اوکلاهوما په ښار کې د شرابو يوه پلورنځي کې د وسله والې غلا پر مهال وژل شوې وه.

ښاغلی سايمونز په ۱۹۷۵ کال کې هغه مهال چې ۲۲ کلن و په اعدام محکوم شوی و خو وروسته يې سزا عمر قيد ته راټيټه شوه.

ښاغلي سايمونز ويلي، د وژنې کومه پېښه چې دې يې له امله محکوم شوی هغه مهال په لويزيانا ايالت کې په خپل کور کې و.

يوې سيمه ييزې محکمې د جولای میاشت کې وروسته له هغه چې پوه شول څارنوالانو ټول شواهد مدافع وکيلانو ته نه دي سپارلي او يوه عيني شاهد نور شکمن کسان هم پېژندلي وو، د سايمونز پر خلاف لومړی حکم لغوه کړ.

ښاغلی سايمونز د يوه کم عمره هلک چې له شا پر سر لګېدلی و د شاهدۍ پر بنسټ محکوم شوی، دغه ځوان هلک د پوليسو د پوښتنې پر مهال نورو کسانو ته هم ګوته نيولې وه.

هغه کسان چې په اوکلاهوما کې په تېروتنه د بند په سزا محکوم شوي د ۱۷۵ زره ډالرو تاوان ترلاسه کولی شي.

ښاغلی سایمونز دا مهال د ځيګر په سرطان اخته دی.