تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا وبا له پیل وروسته، چین ته له کابله مخامخ لومړۍ الوتنه
په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د کورونا وبا له پیل را وروسته په لومړي ځل د چین اورمچي ښار ته له کابله د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې پیل شوې.
د کابل هوايي ډګر یو چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو ته وویل، په لومړي پرواز کې لس مسافر تللي دي.
خو د دغې سرچینې په وینا وروسته به هره اوونۍ له کابله یو پرواز کېږي چې د سپرلیو تر څنګ توکي هم لېږدوي.
کابل هوايي ډګر کې د همدې لومړي پرواز لپاره ځانګړي مراسم هم جوړ شوي و چې د طالبانو د ځینو چارواکو په ګډون سوداګر هم ورغلي وو.
د طالبانو ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، تمه لري د چین او کابل ترمنځ د الوتنو بیا پیل "د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مرسته وکړي."
پر همدې مهال، پرون د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي و، چې امیرخان متقي او په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو په یوه ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
افغانستان کې د چین لیوالتیا
ښاغلي بلخي د دغې لیدنې په اړه پخپلو پرلپسې ټويټونه کې د ښاغلي "یو" له خولې زیاته کړې، چین لېوال دی چې له افغانستانه په ځانګړي ډول د انارو صادرات ډېر کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښاغلي یو همدا ډول د لوګر د میس عینک کان استخراج ابتدايي چارو، د جمهوریت روغتون د بیارغونې او په افغانستان کې د ارزان بیه کورونو د پروژې پرانیستلو خبره هم کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په لیدنه کې له چینايي لوري افغانانو ته د ویزو د اسانولو غوښتنه کړې ده.
چین د ګوته په شمېر هغو هېوادونو له ډلې دی چې دمګړۍ په کابل کې سفیر لري او د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري.
تېره ورځ له امیر خان متقي تر لیدنې وړاندې ښاغلي "یو" د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره هم لیدلي و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي "یو" له خولي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د فشار، بندیزونو او لاسوهنې له سیاست سره مخالف دی.
چینايي لوري تر اوسه د دغو دواړو لیدنو په اړه څه نه دي.
دوی معمولا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنو کتنو په اړه کم جزییات خپروي.
د افغانستان یو شمېر ګاونډي، لوېدیځ او ان یو شمېر اسلامي هېوادونه په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت او افغانانو ته د ازادۍ او بنسټیزو حقونو د ورکولو غوښته کوي، خو چین د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې پر سیاست ټینګار کوي.
د چین او طالبانو حکومت اړیکې د بېجینګ له نظره تر ډېره پر امنیتي او د کابل له نظره تر ډېره پر سیاسي – اقتصادي محور را څرخي.
د شنونکو په باور، چین د سنکیانګ سیمې د سختدریځو اسلامپالو د کنټرولولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستې ته اړتیا لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د چین سیاسي ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوال دی.