د فلسطين او اسرائيلو کړکېچ: اسرائيل وايي پر غزه يې د ډرون بريدونه کړي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

اسرائیلي ځواکونو په غزه کې پر دوو داسې ځایونو د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د فلسطیني غورځنګ، حماس، پوځي پوستې یې بللې دي. دا بریدونه په داسې وخت کې شوي، چې د اسرائیلو لخوا له غزې سره د خپلې یوازېنۍ پلې لارې له بندولو وروسته د فلسطینیانو مظاهرې پر روانې وې.

د اسرائیلو پوځ وايي په ډرون بريد کې يې د حماس دوه پوځي مرکزونه په نښه کړي دي خو تراوسه په دې بريدونو کې د مرګژوبلې د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.

د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، د وروستیو مظاهرو پر مهال اسرائیلی ځواکونو پر فلسطینیانو ډزې کړې اوښکې بهوونکي ګازونه يې پرې کارولي چې له امله يې "شپږ تنه وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي."

په غزه کې له تېرې اوونۍ راهیسې د اسرائيلو له خوا د بيت حانون (ايرز) لارې د تړل کېدو له امله مظاهرې روانې دي.

دا اسراییلو ته یوازینۍ ځمکنۍ لار ده او زرګونه فلسطینی کارګران له دې لارې اسرائیلو ته د کار لپاره تلل.

غزه د فلسطيني وګړو تر ټولو لوی ښار دی او د نړۍ یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده چې شاوخوا نیم میلیون وګړي له دې ۴۵ کیلومتر مربع سیمې د وتلو اجازه نه لري.

د غزې د نفوس شاوخوا ۷۵ سلنه وګړي له ۲۵ کلونو کم عمر لري چې دا د نړۍ يوه له هغو ښارونو هم ګڼل کېږي چې د ځوانانو شمېر په کې زيات دی.

وروستي ډرون بريدونه په داسې حال کې شوې چې تېره ورځ اسرائيلي ځواکونو په طولکرم کې پر يوه کمپ چاپه ووهله او دوه فلسطيني وګړي يې ووژل.

د عیني شاهدانو په وينا شاوخوا ۴۰ اسرائیلي پوځي ګاډو د نور شمس کمپ محاصره کړی و. فلسطینۍ وسله والې ډله وايي، په ځواب کې يې د اسرائیلو پر پوځ د سپکو وسلو او لاسي بمونو بريدونه وکړل.

لوېديځه غاړه کې دا کلونو کې د فلسطينيانو او اسرائيليانو لپاره يو تر ټولو زيات مرګونی پړاو بلل شوی، چې د اسرائيلو پوځ په کې هره شپه چاپې وهي او وسله والو فلسطينيانو هم په کې يو لړ بريدونه کړي، او د مېشتو يهودانو تاوتريخوالي کې هم ريکارډ کچه زياتوالی راغلی دی.