د فلسطين او اسرائيل کړکېچ: دوه فلسطینیان په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په لوېديځه غاړه کې دوه فلسطيني وګړي هغه مهال وژل شوي چې اسرائيلي ځواکونو په طولکرم کې پر يوه کمپ چاپه ووهله.
عیني شاهدانو ویلي چې شاوخوا ۴۰ اسرائیلي پوځي ګاډو د نور شمس کمپ محاصره کړی و. ويل کېږي کمپ ته د اسرائيلي ځواکونو د ننوتلو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو لپاره له زغروال بلډوزر کار اخيستل شوی دی.
فلسطینۍ وسله والې ډلې ویلي، د اسراییلي پوځ دې عملیاتو ته يې په سپکو وسلو او لاسي بمونو ځواب ورکړی دی.
په همدې وخت په غزه کې اسراييلي بې پيلوټه الوتکو د حماس يوه اډه وروسته له هغه په نښه کړې چې د اسرائيلو پر لور لسګونه توغندي توغول شوي وو.
لوېديځه غاړه کې دا کلونو کې د فلسطينيانو او اسرائيليانو لپاره يو تر ټولو زيات مرګونی پړاو بلل شوی، چې د اسرائيلو پوځ په کې هره شپه چاپې وهي او وسله والو فلسطينيانو هم په کې يو لړ بريدونه کړي، او د مېشتو يهودانو تاوتريخوالي کې هم ريکارډ کچه زياتوالی راغلی دی.
ملګري ملتونه وايي دوی د ورځې په منځنۍ کچه درې بریدونه ګوري، او دا چې تېرو څو مياشتو کې لږترلږه درې فلسطينيان له خپلو مځکو په زوره ايستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس ویلي وو، د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو پرته به د منځني ختیځ سیمه کې دایمي سوله رامنځ ته نه شي او هغه کسان چې فکر کوي د فلسطين د خلکو له مشروع او بشپړو ملي حقونو پرته په منځني ختيځ کې سوله ټینګېدلای شي، ناسم دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل، هغه پرېکړه لیک پلی کړي چې له اسراییلو څخه یې د اشغال شویو ځمکو د خلاصولو غوښتنه کړې او په وینا یې "د بشپړ خپلواک فلسطیني دولت رامنځ ته کېدل" پیل کړي.
څه کم یوه اوونۍ وړاندې د غزې په تړانګه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې شپږ فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له خوا ووژل شول.
لومړی د جنین په کمپ کې چې اسراییل يې د "فلسطیني اورپکو اډه" ګڼي، د دواړو غاړو ترمنځ سخته جګړه وشوه چې په پایله کې یې څلور فلسطینیان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
وروسته له هغه د غزې تړانګې د اریحا ښار په یوه برید کې یو فلسطینی ځوان ووژل شو او شپږم کس د غزې- اسرائیلو د سرحدی دیوال سره نژدې په تاوتریخجنو مظاهرو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دوه میاشتې وړاندې د اسرائیلو پوځ په وروستیو کلونو کې د خپلو تر ټولو سترو عملیاتو په لړ کې د جنین پر کمپ برید وکړ چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان ووژل شول.
بل پلو د لبنان پوځ ويلي، د پولې په اوږدو کې يې پر اسرائيلي ځواکونو وروسته له هغه اوښکې بهوونکي ګاز کارولي چې د دوی پر ځواکونو يې دود خپرونکي بمونه وشيندل. خو اسرائيل ادعا کوي چې پيل لبنان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې د اسرائيلو او لبنان تر منځ د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.





















