پاکستان په ۲۰۰۱ کې له امریکا سره "د ترهګرۍ ضد جګړه" کې د ملاتړ له کبله ګټه وکړه او که تاوان؟

مشرف او بوش

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, رحمان الله
    • دنده, بي‌بي‌سي، پېښور
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

هغه کوم دليلونه وو چې په ۲۰۰۱ کې پاکستان "د ترهګرۍ ضد جګړه" کې د امريکا ملاتړ وکړ او د پاکستان دې پرېکړې په تېرو دوو لسيزو کې د دغه هېواد پر اقتصاد، سياست او امنيت څه اغېز کړی دی؟

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر پر ۱۱مه په امريکا کې تر ترهګريزو بريدونو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رېچرډ ارميټاج "ګواښ" د هغه وخت د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف اړ کړ چې په دې جګړه کې د امريکا ملاتړ وکړي. امریکا ګواښ کړی و چې، "تاسې به یا موږ سره یئ او یا به زموږ پر ضد ولاړ یئ، که زموږ په خلاف یئ نو ځان چمتو کړئ، داسې به مو بمبار کړو چې د ډبرو زمانې ته به مو ورستانه کړو."

جنرال مشرف په خپلو ويناو او کتاب کې هم د دغه "ګواښ" یادونه کړې خو د ارميټاج په ګډون امريکايي چارواکو رد کړی دی.

په هغو ترهګريزو بريدونو کې د ښکېلتيا ګوته القاعده شبکې ته ونيول شوه چې مشر یې اسامه بن لادن هغه مهال په افغانستان کې پناه اخيستې وه. پاکستان د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی و او دا تور هم ورپورې و چې په ۱۹۹۴ کې یې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسولو کې مرسته کړې؛ له همدې کبله تر دغو بریدونو وروسته د امریکا له سخت فشار سره مخامخ شو.

هغه وخت جنرال مشرف د خپل هېواد له سياسي مشرانو، خبريالانو او ان له زدکوونکو سره تر سلا مشورو وروسته له امريکا سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ اعلان کړ.

پر پاکستان د دغه ملاتړ اغېز

کاشف الدین
د عکس تشریح، په پېښور کې خبریال او شنونکی کاشف الدين سيد وايي، "د یوولسم سپټمبر پېښې نه وروسته د پاکستان سیاسي او اقتصادي حالات بدل شول او پوځي واکمن پروېز مشرف ته یې پر پاکستان د اوږدې مودې حکومت کولو زمينه برابره کړه."

په پاکستان کې ځينې کارپوهان په دې اند دي چې جنرال پروېز مشرف دغه کار د خپلو سياسي ګټو په خاطر کړی و چې تر اوسه یې د دغه هېواد پر سياست يو ژور اثر پروت دی.

په پېښور کې خبریال او شنونکی کاشف الدين سيد وايي، "د یوولسم سپټمبر پېښې نه وروسته د پاکستان سیاسي او اقتصادي حالات بدل شول او پوځي واکمن پروېز مشرف ته یې پر پاکستان د اوږدې مودې حکومت کولو زمينه برابره کړه. د دغه ګام يو اغېز دا دی چې د دغه هېواد په سياسي چارو او ټاکنيز بهير کې ورسره د پوځ لاس‌وهنه نوره هم زياته شوه."

پاکستان چې "د ترهګرۍ ضد جګړه" کې د امريکا ملګری و، په خپله هم له تېرو څه باندې دوو لسيزو کې د ترهګریزو پېښو ښکار شوی او اوس په کې د ترهګرۍ ريښې نورې هم پراخې شوې دي. په پاکستان کې دننه د ډېرو لپاره د حيرانتيا خبره دا ده چې پاکستان خو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا ملګری هم و خو بيا هم د امريکا د بې پيلوټه څارګرو الوتکو د بريدونو ښکار و.

علي اکبر
د عکس تشریح، په پېښور کې د 'ډان' تلويزوني چېنل مشر او شنونکی علي اکبر وايي، "له تېرو دوو لسيزو څخه زياته موده کې پاکستان کې لسګونه زره خلک وژل شوي چې زرګونه امنيتي سرتېري هم په کې شامل دي."

پاکستان کې د څارګرو الوتکو دغه بریدونه چې په ۲۰۰۴ کې پيل شوي وو، د رپوټونو پر بنسټ په ترڅ کې يې ګڼ بې‌ګناه خلک هم وژل شوي وو. له امريکا سره "د ترهګرۍ ضد جګړه" کې د پاکستان د ملاتړ تر اعلانولو وروسته په دغه هېواد کې ځينې نوې سخت‌دريځې ډلې هم رامنځته شوې چې تر اوسه يې حکومت ته يو ستر سرخوږی جوړ کړی دی.

په پېښور کې د 'ډان' تلويزوني چېنل مشر او شنونکی علي اکبر وايي، "له تېرو دوو لسيزو څخه زياته موده کې پاکستان کې لسګونه زره خلک وژل شوي چې زرګونه امنيتي سرتېري هم په کې شامل دي. د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا ملاتړ له کبله پاکستان ته ستر مالي تاوان هم ورسېد."

"ګټې" او کاري فرصتونه

خو دا ملاتړ د ځينو لپاره د "ګټې" لامل هم شوی.

"له ترهګرۍ سره په مبارزه کې" له امریکا سره د پاکستان د ملاتړ له کبله په دغه هېواد کې ګڼ نوي ارګانونه جوړ او ډېرې نوې دندې ورسره رامنځته شوې، د هېواد دننه نوي رسنيز بنسټونه جوړل شول او پاکستان ته د بهرنيو رسنیو پام هم ورواوښت چې د خبريالۍ نوې دندې ورسره پيدا شوې.

سیفي
د عکس تشریح، خبريال سيف الاسلام سيفي وايي، "د سپټمبر ۱۱مې بريدونو نه وروسته پاکستان کې خبريالانو ته د کار فرصتونه برابر شول"

خبريال سيف الاسلام سيفي وايي، "د سپټمبر ۱۱مې بريدونو نه وروسته پاکستان کې خبريالانو ته د کار فرصتونه برابر شول او په نړيواله کچه د کار کولو او ځان ته د ځای جوړولو موقع په لاس ورغله. پاکستانیو خبریالانو ته بهرنۍ نړۍ ته د ځان ورپېژندلو زمينه برابره شوه."

په تېرو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو ته د تورخم له لارې د تېلو او نورو جنګي اکملاتو رسولو د ټانکرونو چلوونکو ته هم د کار او پيسو ګټولو يو ښه فرصت برابر کړی و.

د ټانکر يو چلوونکی عمر افغان وايي، کله چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وو نو له دوی سره د کرښې دواړو غاړو ته چا کار نه درلود او ډېر ښه روزګار یې روان و. هغه زیاتوي چې له کله راهیسې چې ناټو ځواکونه له افغانستاه وتلي نو له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی.

اسحاق
د عکس تشریح، په پېښور کې د سرحد د سوداګریزو خونو مشر فواد اسحاق وايي، "کله چې ناټو ځواکونه افغانستان کې وو نو هغه وخت به له پاکستانه هلته خوراکي توکي، سيمنټ او نور داسې توکي صادرېدل چې ګټه يې کوله."

په دې جګړه کې له امریکا سره د پاکستان ملاتړ که یو خوا امنیتي ستونزې زیاتې کړې نو بلخوا یې د دغه هېواد ځينو کاروبارونو او سوداګرو ته هم تاوان ورساوه.

په پېښور کې د سرحد د سوداګریزو خونو مشر فواد اسحاق وايي، "کله چې ناټو ځواکونه افغانستان کې وو نو هغه وخت به له پاکستانه هلته خوراکي توکي، سيمنټ او نور داسې توکي صادرېدل چې ګټه يې کوله. اوس چې ناټو ‍ ځواکونه له افغانستانه لاړل نو بيا امنيتي ستونزې زياتې شوې دي."

هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په دي سيمه کې د امن لپاره ګامونه پورته کړي چې ورسره د پاکستان، ايران او افغانستان په ګډون نور سيمه‌ييز هيوادونه هم پرمختګ وکړي.

"دوه مخي"

لاریون

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان په تېرو دوو لسيزو نه زیاته موده کې په قبايلي سيمو کې د وسلوالو پر ضد تر شلو زيات پوځي عمليات وکړل چې په ترڅ یې لسګونه زره خلک بې کوره شول.

د پاکستان حکومت د وسلوالو پر ضد اوس د "عزم استحکام" په نوم د نوو عملياتو پيلولو اعلان کړی چې پر ضد یې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې احتجاجونه هم پيل شوي دي.

ځينې څېړونکي په دې اند دي چې د پاکستان پر حکومتي تګلارو نيوکې تر بل هر وخت زياتې شوې دي او د دغه هېواد د پوځ او د خلکو تر منځ واټن او بي باوري هم ډېره شوې ده.

پاکستان له امريکا سره "د ترهګرۍ ضد جګړه" کې د ملاتړ له کبله له مالي او ځاني تاوانونو سره مخامخ شو خو امريکا اوس هم په دغه جګړه کې د پاکستان رول پر "دوه مخۍ" ولاړ ګڼي او ورته د شک په سترګه ګوري.

تر دوو لسيزو ډېرې مودې تېرېدو نه وروسته هم په دې جګړه کې له امریکا سره د پاکستان ملاتړ د بحثونو برخه ده او په اړه یې نظرونه سره وېشلي دي.