تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کډوال زلمی څنګه بر یتانیا کې په ملي کچه د سوکوهنې اتل شو؟
- Author, الکساندرا باسینګهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
یو افغان کډوال زلمی چې دوه کاله مخکې بریتانیا ته له تګ وروسته یې رونه پیل کړه، اوس په ملي کچه د اتلولۍ له ګټلو وروسته په دې لوبه کې خپل ښه راتلونکی ویني.
۱۸ کلن احسان کریمي د بریتانیا په بریسټول سیمه کې مېشت دی او د همدې سیمې په سویئټ بوکس نومې جیم کې یې جان کونوې روزنه کوي.
زلمی احسان کریمي له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۲۱ کال کې له کابله بریتانیا ته کډوال شو او دې کورنۍ د بریسټول ریډکلف سیمه کې یاد جیم ته نژدې استوګنه غوره کړه.
د احسان کریمي روزونکی کونوې وايي: ''دا بې ساري ده، چې یو څوک له ایله دوه کلنې روزنې وروسته په ملي کچه اتلولي ومومي.''
ښاغلي کونوې د یوه ملګري له لارې د احسان پلار لیدلی و او دوی ته د سویئټ بوکس جیم غړیتوب وړاندیز کړی و، چې دی یې شریک څښتن دی.
نوموړی زیاتوي کله چې احسان په ۱۶ کلنۍ کې د سوکوهنې زدکړه پیل کړه، ژر معلومه شوه، چې ژمنیتا لري.
احسان وايي، دوه کاله یې ډېر زیار وایست چې په سټافورډشئر کې د ملي پرمختیا په نامه د اتلولۍ له سیالۍ مخکې له نهو لوبو، اته وګټي. نوموړی وايي، ''ډېر خوښ'' دی، چې د ۶۷ کیلو ګټګورۍ برخه کې یې د ځوانانو ملي اتلولي خپله کړه.
دی وايي: ''سخت زیار مې وایست، سخته روزنه مې ترلاسه کړه، له دې ټولو سختیو تېر شوم، چې نن اتلولۍ ته ورسېدم. کورنۍ مې او په ځانګړې توګه والدین مې ډېر خوښ و، چې ډېر یې هڅولی وم او زه (به) زیار وباسم چې خپلې کورنۍ ته نورې خوښۍ هم راوړم.''
احسان زیاته کړه: ''سویئټ بوکس مې دویم کور دی، زه به تل د دوی او په ځانګړې توګه د خپل روزونکي جان د احسان پوروړی یم، چې د روزنې برخه کې یې راسره ډېره مرسته وکړه.''
نوموړی وايي، له خپلو ملګرو سره به یې روزنه روانه وي، په راتلونکي کې نورې بریاوې هم ومومي.
دی وايي: ''هیله مې دا ده، چې یوه ورځ نړیوال اتل شم او د خپل هېواد لپاره یو اتل شم او نور اتلان وروزم.''