له نیمې پېړۍ وروسته سپوږمۍ ته ورګرځېدو لپاره د امریکا لومړنۍ هڅه ناکامه شوه

د عکس سرچینه، ASTROBOTIC
یوې امریکایۍ ستوربېړۍ چې تېره اوونۍ د سپوږمۍ پر سطحه د کېناستو په هدف توغول شوې وه، خپل ماموریت د ارام سمندر د پاسه د اور په لمبو کې پای ته ورساوه.
د 'پېرېنګرین ون' په نوم دې ستوربېړۍ کې له توغولو کېدو وروسته داسې ستونزه پیدا شوه، چې د سپوږمۍ پر سطحه یې د هغې د کېناستو هیلې لمنځه یوړې او همدا لامل شو چې څېړونکي ورته پخپله د خپل ځان لمنځه وړلو لارښوونه وکړي.
دا ستوربېړۍ د اسټروباټیک خصوصي شرکت اړونده وه.
دغه شرکت چې مرکز یې د امریکا د پنسیلوانیا په پیتسبورګ ښار کې دی، دې ستوربېړۍ ته بېرته د ځمکې اتموسفیر پر لور د راګرځیدو امر وکړ چې وسوځي.
د استرالیا په کانبېرا کې یوه څارونکي مرکز تایید کړه چې پېرېګرین سره د ګرینویچ پر وخت د شپې نږدې ۹ بجې اړیکه پرې شوه.
تمه دا ده چې د دې ستوربېړۍ هېڅ او یا ښايي ډېر کم پاتېشوني سمندر ته راپریوځي.

د عکس سرچینه، ASTROBOTIC
د اسټروباټیک موخه دا وه چې په دې ستوربېړۍ کې د ناسا پنځه اړوند وسایل د څېړنو لپاره د سپوږمۍ سطحې ته ولېږدوي.
متحد ایالتونه پام کې لري چې د روانې لسیزې وروستیو کې بیا سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي او تر هغې وړاندې غواړي چې هلته د چاپیریال په اړه ځینې څېړنې وکړي.
که پېرېګرین په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر سطحه ناست وای، نو دا به له نیمې پېړۍ وروسته سپوږمۍ ته د مریکا لومړنی فضايي ماموریت وای.
دا همدا راز د خصوصي سکتور لخوا سپوږمۍ ته د رسېدو لومړنۍ هڅه هم وه.
تر دې دمه یوازې د امریکا، پخواني شوروي اتحاد، چین او هند د دولتي فضايي سازمانونو ستوربېړۍ پر دې بریالۍ شوې چې د سپوږمۍ پر سطحه کنټرول شوې ناستې ترسره کړي.
خو د اسټروباټیک ستوربېړۍ د مارچ پر اتمه له توغوونکي توغندي له جلا کېدو نږدې سملاسي وروسته له ستونزو سره مخامخ شوه.
خو هغې له ورپېښو ستونزو سره سره وکړای شول چې په سختو شرایطو کې شاوخوا لس ورځې فضا کې ورسپارل شوی فعالیت او چارې ترسره کړي.
انجنیران په دې موده کې پر دې بریالي شول چې پېرېګرین ته ورپېښه ستونزه تشخیص او تر هغې اوږده موده یې ژوندۍ وساتي چې په پیل کې یې اټکل کېده.

د عکس سرچینه، INTUITIVE MACHINES
دا چې انجنیرانو وکړای شول په دې ستوربېړۍ کې رامنځته شوې ستونزې تر یوه ځای حل او هغه بېرته د ځمکې پر لور راستنه کړي، نو یو شمېر متخصصان له همدې کبله دغه ماموریت ته د ناکامۍ په سترګه نه ګوري.
د ایربس اورین اروپايي خدماتو واحد صنعتي مدیر 'سیان کلیور' 'بيبيسي ټو ډی خپرونې' ته ویلي، "د فضا اکتشاف د زده کړې لوبه ده، په ځانګړې توګه په دې پړاو کې، او موږ باید دې ته د ماتې په سترګه ونه ګورو؛ موږ باید دا د انجنیرۍ د نه منلو وړ بریا په توګه وګڼو."
پېرېګرین له سوځیدو وړاندې د ځمکې یوه ویډیو هم کړې، چې استروباټیک پر خپله خواله رسنۍ خپره کړې ده.
پر دغه شرکت سربېره دوه نور خصوصي امریکايي شرکتونه هم پام کې لري چې روان کال د ناسا په همکارۍ سپوږمۍ ته ماموریتونه ترسره کړي.



















