شمالي وزیرستان کې نښته؛ ۳ پاکستاني سرتېري، ۳ وسله وال وژل شوي

Pakistan

د عکس سرچینه، ISPR

د خپرېدو وخت

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په سخته وسله واله نښته کې د دوی درې سرتېري او درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر "ای‌اېس‌پي‌ار" نن یکشنبه (د جون پر ۱۱مه) یوه بیان کې ویلي چې دا نښته د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه میرانشاه کې شوې.‌

د پاکستان پوځ په دې نښته کې د څلورو نورو وسله والو د ټپي کېدو او له هغوی د ځینو مهماتو د نیولو خبره هم کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د پاکستان پوځ هم دا نه دي‌ ویلي چې سرتېرو یې د کومې ډلې له وسله والو سره نښته کړې.‌

د ای‌ایس‌پي‌ار بیان کې راغلي چې سیمه کې د احتمالي پاتې ترهګرو لمنځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات دوام لري‌.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې "د پاکستان وسله وال ځواکونه د ترهګرۍ ګواښ لمنځه وړلو ته هوډمن دي" او دا چې د سرتېرو دا ډول قرباني یې دغه هوډ او عزم نور هم پیاوړی کوي.

د پاکستان پوځ که څه هم ويلي‌ چې شمالي‌ وزیرستان یې له وسله والو تصفیه کړی خو بیا هم وخت ناوخت ترې د بریدونو او نښتو راپورونه ترلاسه کېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ د جون پر دریمه هم یوه اعلامیه کې ویلي و چې د خیبرپښتونخوا د بنو په جانيخیل سیمه کې یې وسله والو سره نښته کې دوه سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي دي.‌

تر هغې وروسته د جون پر پنځمه بیا د سویلي وزیرستان په لدا سیمه کې د وسله والو برید کې د یوه پاکستاني پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی شوی و.

د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي‌ټي‌پي" د جون پر څلورمه ویلي وو چې د شوال په زوی سیدګي کې یې په برید کې دوه سرتېري وژلي دي.

خو دې ډلې په نښته کې خپل اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وو ویلي.

ټي‌ټي‌پي

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان حکومت ادعا کوي‌ چې بریدګر له ډیورنډ کرښې ور اوړي او دا چې ګوندې ټي‌ټي‌پي اوس په افغانستان کې خوندي پټنځایونه جوړ کړي دي.‌

خو په افغانستان کې طالبانو حکومت تل دغه ادعاوې رد کړې ده او وايي‌ چا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د نورو خلاف وکاروي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال په جون کې د پاکستاني طالبانو ډلې سره اوربند کړی و، خو دغه اوربند ډېر دوام ونه کړ.

ټي‌ټي‌پي هغه مهال ویلي وو چې پوځ ورسره کړې ژمنې نه پوره کوي نو دوی ځکه بیرته بریدونه پیلوي، خو د دغو ژمنو تفصيل یې نه و ورکړی.

د پاکستان پوځ هم ويلي چې د ناامنیو مخنيوي لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.