اسلامي دولت نومې ډله وايي، په بدخشان کې چاودنه دوی کړې

د خپرېدو وخت

د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې په بدخشان کې د طالبانو د حکومت پر ځواکونو د پروني برید مسولیت منلی دی.

دې ډلې په دې تړاو یوه ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه بمي برید کې یې د طالبانو ۱۲ کسان وژلي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې په ولایتي مرکز فیض اباد کې شوې دې چاودنه کې یې د کوکنارو د مخنیوي لپاره د ګومارل شوي ځواک درې امنیتي کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه پر چارشنبه په ځايي وخت ۱۱ بجې شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس لیکلي چې د دې پېښې په اړه پلتڼه کوي.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د برخې مشر ذبیح الله امیري بي‌بي‌سي ته وویل، چاودنه د ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

د نوموړي په وینا پېښه د هغه "مین له امله رامنځ ته شوې چې په موټر کې سایکل" کې ځای پر ځای شوی و.

په بدخشان کې یوې ځايی سرچینې بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، د چاودنې سیمې ته خبریالان نه پرېښودل کېږي.‌

ولې د کوکنارو اړولو کمپاین بدخشان کې په تاوتریخوالي واوښت؟

د طالبانو حکومت د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاینونو پیل کړي دي. خو دا کمپاین په بدخشان کې د تېرو څو ورځو پرمهال په تاوتریخوالي اوښتی دی. دا چې لامل یې څه دی، په اړه یې په بدخشان کې د طالبانو د والي مولوي محمد ایوب خالد مرکه په دې لېنک کې اورېدلی شئ.

دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو ارګو او داریم کې د کوکنارو فصل د اړولو پر سر اخ ډب کې دوه کسان وژل شوي وو.

د همدې پېښو په تړاو دغلته لاریونونه هم شوي دي.‌ د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه یو پلاوی هم ټاکلی شوی و، چې مشري یې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت کوله.‌

ښاغلي فطرت په یوه غږیز پیغام کې ټینګار کړی و، چې طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او د طالبانو ځايي مشرانو ته یې سپارښتنه کړې وه چې د لاریونونو مخه ونیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ ویلي و، هغه ستونزه اوس هواره شوې ده.‌