اسلامي دولت نومې ډله وايي، په بدخشان کې چاودنه دوی کړې

د عکس سرچینه، Social Media
د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې په بدخشان کې د طالبانو د حکومت پر ځواکونو د پروني برید مسولیت منلی دی.
دې ډلې په دې تړاو یوه ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه بمي برید کې یې د طالبانو ۱۲ کسان وژلي دي.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې په ولایتي مرکز فیض اباد کې شوې دې چاودنه کې یې د کوکنارو د مخنیوي لپاره د ګومارل شوي ځواک درې امنیتي کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه پر چارشنبه په ځايي وخت ۱۱ بجې شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس لیکلي چې د دې پېښې په اړه پلتڼه کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د برخې مشر ذبیح الله امیري بيبيسي ته وویل، چاودنه د ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.
د نوموړي په وینا پېښه د هغه "مین له امله رامنځ ته شوې چې په موټر کې سایکل" کې ځای پر ځای شوی و.
په بدخشان کې یوې ځايی سرچینې بيبيسي پښتو ته وویل، د چاودنې سیمې ته خبریالان نه پرېښودل کېږي.
ولې د کوکنارو اړولو کمپاین بدخشان کې په تاوتریخوالي واوښت؟
د طالبانو حکومت د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاینونو پیل کړي دي. خو دا کمپاین په بدخشان کې د تېرو څو ورځو پرمهال په تاوتریخوالي اوښتی دی. دا چې لامل یې څه دی، په اړه یې په بدخشان کې د طالبانو د والي مولوي محمد ایوب خالد مرکه په دې لېنک کې اورېدلی شئ.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دا چاودنه داسې مهال کېږي، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو ارګو او داریم کې د کوکنارو فصل د اړولو پر سر اخ ډب کې دوه کسان وژل شوي وو.
د همدې پېښو په تړاو دغلته لاریونونه هم شوي دي. د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه یو پلاوی هم ټاکلی شوی و، چې مشري یې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت کوله.
ښاغلي فطرت په یوه غږیز پیغام کې ټینګار کړی و، چې طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او د طالبانو ځايي مشرانو ته یې سپارښتنه کړې وه چې د لاریونونو مخه ونیسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ ویلي و، هغه ستونزه اوس هواره شوې ده.






















