بلېنکن قطر کې: امریکا ته په شرطونو د برابرو افغانانو لېږدول دوام لري

انټوني بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د قطر (العُدَید) امریکايي پوځي اډه کې خبریالانو ته ویلي، دوحه کې د افغانانو لنډمهالي استوګنځي ته ورغلی دی.

هغه پخپلو خبرو کې ویلي چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له قطر نه امریکا ته د هغو افغانانو د لېږدولو چاره روانه ساتلې چې امریکا ته د تللو شرایط یې پوره کړي دي.

ښاغلي بلېنکن ویلي، له افغانستانه قطر ته د لېږدول شویو افغانانو طبي او امنیتي ازموینې به ترسره کېږي او بیا به امریکا ته د تللو وېزې ورکول کېږي.

ده ویلي چې په دې کار کې ګڼې ادارې ښکېلې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

نوموړی زیاتوي، قطر کې د افغانانو یوه کمپ (السیلیه) ته چې ورغلی او هلته یې افغان ماشومان ههم لیدلي دي.

ده ویلي، خوښ دی چې هلته په لنډمهالي استوګنځي کې دغو ماشومانو ته د تاریخ،‌ جغرافیې او انګلیسي ژبې د درسونو زمینه برابره شوې ده.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له هغه وخت راهیسې چې له افغانستانه تخلیه پیل شوه، په دې کمپ کې شاوخوا ۲۳ زره افغانان مېشت کړل شوي چې ۲۱ زره یې امریکا ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي بلېنکن ویلي، د پاتې خلکو د لېږدولو لپاره هڅې روانې دي.

ده په دې کار کې د قطر له همکارۍ مننه وکړه.‌

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د افغانانو لپاره د کډوالۍ وېزو د ورکړې بهیر اسانولو په درشل کې دی او د کارمندانو په ډېرولو به یې د پړاوونو سر ته رسول هم کم وخت ونیسي.

هغه یوځل بیا ژمنه وکړه چې له افغانستانه د امریکا د همکارانو د تخلیې چارې روانې دي.‌

د روان کال لومړیو کې قطر اعلان وکړ امریکا ته د کډوالو له تګ مخکې د هغو افغانانو موقت کمپ به د فوټبال نړیوال جام پیلېدو له کبله وتړي چې دوسیې یې تر کار لاندې دي.‌

امریکا وویل چې دوی د بدیلو لارو په لټه کې دي.