د ایران انټرنېشنل ټلویزیون پر کوربه لندن کې د چاکو ګوزارونه شوي

    • Author, توماس ماکنتوش
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په لندن کې د هغه ټلویزیون پر یوه ویندوی یا کوربه د نامعلومو کسانو له لوري د چاکو پرلپسې ګوزارنه شوي، چې د ایران لپاره له لندنه خپرونې کوي.

د ایران انټرنېشنل ټلویزیون ادارې مسوولینو په وینا پر پوریا زراعتي د لندن په لوېدیځ کې د خپل استوګنځي بهر د چاکو ګوزارونه شوي.

د یادونې ده، چې ایران انټرنېشنل خبري شبکې په ایران کې د ۲۰۲۲ کال حکومت ضد احتجاجونو خورا پراخ خبري پوښښ کاوه.

بل لور د لندن ښاري پولیس وايي، د ترهګرۍ ضد ځواک مسوولین د پېښې په هکله پلټنې کوي.

پولیس زیاتوي ښاغلی زراعتي په روغتون کې بستري دی او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. د ترهګرۍ ضد ځواک قوماندان ډومینیک مورفي وايي، پولیس د دې پېښې انګېزې پر څرنګوالي غور کوي.

پولیس وايي: ''له یوې داسې فارسي ژبې رسنۍ سره د خبریال په توګه د پېښې ښکار شوي کس تړاو چې مرکز یې په لندن کې دی، د ترهګرۍ ضد ځواک ته د پېښې پلټنې مسوولیت سپارل شوی دی.''

قوماندان مورفي زیاتوي د احتیاطي ګام په توګه د پېښې ځای ته او دغه راز د لندن نورو سیمو ته د اضافي ګزمې لپاره پولیس استول شوي دي. خو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

نژدې اتلس میاشتې مخکې چې په ایران کې د حکومت پر ضد احتجاجونه کېدل، ایران انټرنېشنل له هغو خبري شبکو مخکښ یو و، چې د دې احتجاجونو په هکله یې معلومات وړاندې کول.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د دې ټلویزیوني شبکې دوه بریتانوي نژاد خبریالانو ته پولیسو خبرداری ورکړی و، چې احتمالاً برید پرې کېدای شي. د ټلویزیون له سټوډیو سره د احتیاط لپاره پولیس ګومارل شوي وو او له ودانۍ بهر سیمټي خنډونه ځای پر ځای شوي وو.

وروسته د ۲۰۲۳ په فبرورۍ کې ایران انټرنېشنل په موقت ډول له لندنه خپرونې ودرولې او خپلې خپرنیزې سټوډیوګانې یې د امریکا واشنګټن ته ولېږدولې.

د دې فارسي ژبي ټلویزیون ادارې هغه مهال ویلي و داسې یې ځکه وکړل، چې په وینا یې ''له ایرانه داسې ګواښونه ډېر شوي، چې د حکومت ملاتړ ورسره دی.''

په تېر سپتمبر کې بیا د لندن په یوه بله سیمه کې د دې ټلویزیون خپرونې بېرته فعالې شوې.