د پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ؛ هغه افغان چې هندي لاسونه ورته پیوند شوي

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

نن د نومبر ۱۰مه د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د دې ورځې د لمانځلو موخه په ورځني ژوند کې د ساینس پر اهمیت او تړاو ټینګار او د ساینسي پرمختګونو په اړه خلکو ته مالومات ورکول دي.

په دې ورځ په ټولنه کې د ساینس پر اهمیت ټینګار کېږي.

که څه هم د ورځې پرمختګ سره ډېر کله د ساینس رول ته د ځينو پام په سختۍ ور اوړي، خو له روغتیا تر ټېکنالوژۍ او هره بله برخه کې د ساینس له کبله په ثبات، سوله ییز ژوند او پرمختګ کې د ساینس د علم اغېز شته.

په ۲۰۱۲ کال پخواني افغان سرتېري عبدالرحیم د ماین په خُنثا کولو کې خپل لاسونه له لاسه ورکړل.

خو په ۲۰۱۵ کال کې، په هند کې ده ته، غبرګ لاسونه پیوند شول.

له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې عبدالرحیم ویلي و، "دا لاسونه چې ماته پیوند شوي دا دلته په هندي کورنۍ کې د یوه کس وه چې ټرافیکي پېښه یې کړې وه او بیا یې لاسونه ماته راکړل شول."

افغانستان کې ټپي شوي دغه سرتېري ته هند کې له ۱۵ ساعته عملیاتو سره ديوه بل تن لاسونه چې يوې ترافيکي پېښې کې مړ شوى و، لګیدل د ساینس په مرسته د پرمختګونو له ډېرو بېلګو یوه هغه ده.

هغه لاسونه چې دغه پخواني افغان افسر ته لګول شوي، د یوه ۵۴ کلن هندي دي.

عبدالرحیم ویلي "کله چې له عملیاتو وروسته بیدار شوم، لاسونو ته مې وکتل، لاسونو ته مې ډېر خوشحاله شوم. زه په اصل کې مړ شوی وم، خو په دغو نویو لاسونو بېرته راژوندی شوم. "

نوموړي وايي، له دې کورنۍ د زړه له تله خوښ دی او اوس یې لاسونه داسې کار کوي لکه د ده خپل لاسونه چې وي.

سږکال، د ساینس د نړیوالې ورځې موضوع "پر ساینس باور رامنځته کول" دي او د دې ورځې نمانځل دا فرصت برابروي چې د ټولنې ټولې برخې خوځښت ته وهڅوي، له دولتي چارواکو نیولې تر رسنیو او د ښوونځي تر زده کونکو پورې، چې د سولې او پرمختګ لپاره پر ساینس تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو بله موخه یې دا ده چې خلک د ساینس له پرمختګونو خبر شي. دا چې نن سبا زموږ د ځمکې کُرې ته د پېښو ګواښونو کمولو کې ساینس څومره ونډه لري او دا چې د انسان د روغتیا په برخه کې څه لاسته راوړنې لري.

سره له دې، چې د تاریخ په اوږدو کې کله نا کله له ساینسه ناوړه ګټه هم اخیستل شوې خو بشریت ته یې ګټه ډېره رسېدلې ده۰

په ۲۰۰۱ کې د یونیسکو له خوا له اعلان راهیسې، د سولې او پراختیا لپاره د ساینس نړیوالې ورځ په ټوله نړۍ کې ساینسي چارو پورې اړوندې مهمې پروژې په کار اچولي، پروګرامونه جوړ کړي او د تمویل لارې چارې یې ورته موندلي.

دې ورځې د جګړو له امله د زیانمنو شويو ساینسپوهانو ترمنځ د همکارۍ په وده کې هم مرسته کړې چې یوه ښه بیلګه یې د یونیسکو په ملاتړ د اسراییل- فلسطین ساینسي اداره (IPSO) رامنځته کول دي.

په دې بنسټ کې له دې پرته چې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ له سیاسي پلوه څه تېرېږي، ساینسپوهان یې په علمي ډګر کې ګډ کار ته ادامه ورکوي.